د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د کابل دچهاردهي د خلکو یوې شورا د ښاغلي سیاف له کاندیداتورۍ ملاتړ اعلان کړ


د کابل د علاوالدین او چهاردهي د خلکو یوې شورا د راتلونکو ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د عبدالرب رسول سیاف له کاندیداتورۍ ملاتړ اعلان کړ.

د دې شورا سلګونه غړو نن په یوه غونډه کې له ښاغلي سیاف څخه د ملاتړ لامل په تېرو دورو کې د هغه مجاهدې او مبارزې او د علمي شخصیت وباله.

اخوا د ښاغلي سیاف د کمپاین مسوولینو هم په خلکو غږ وکړ، چې په راتلونکو انتخاباتو کې هغه چا ته رایه ورکړي چې دوی له دې ستونزو او تاوتریخوالو وژغوري.

د کابل د علاوالدین او چهاردهي د خلکو یوې شورا په سلګونه غړو د چهارشنبې په ورځ د کابل په علاوالدین سیمه کې په یوه غونډه کې د ولسمشرله یوه کاندید عبدالرب رسول سیاف څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د دې شورا یوه غړي نیازمحمدپه خپلو خبرو کې وویل، چې د درېیو لسیزو جګړو په وخت کې د ښاغلي سیاف نه ستړې کیدونکو مجاهدو او مبارزو دې ته هڅولي چې له هغه ملاتړ وکړي:

″زموږ د سترې چهاردهي سیمې خلکو ثابته کړه چې د اعلای کلمت الله د تامین لپاره یو لاس شي او د یوه داسې راتلونکي لپاره چې موږ یې په مخکې لرو او د یوه داسې هیواد لپاره چې د یوې طوفان ځپلې کشتۍ په څېر په هرې خوا روان دی داسې یو چا ته رایه ورکړو چې هغه پرون په دې وتوانید چې دا هیواد یې د شوروي له یرغلګرو ځواکونو خلاص کړي.″

په دې غونډه کې د علاوالدین او چهاردهي شورا په سلګونه غړو سربېره د چهاردهي سیمې مخورو او جهادي قومندانانو هم برخه اخیستې وه.

له بلې خوا د عبدرب رسول سیاف د کمپاین یوه مسوول سیدروضت الله مجید له ښاغلي سیاف نه د چهاردهي د سیمې د خلکو ملاتړ وستایه.

ښاغلي مجید له خلکو وغوښتل هغه چا ته رایه ورکړي چې د رایې اصلي مستحق وي:

″یو شمیر کسان چې د افغانستان په بده ورځ په ارام بستر کې په غرب کې ناست و نن چې زمینه ورته مساعده ده غواړي د دې هیواد زعامت په لاس کې واخلي.

زه له تاسو پوښتنه کوم په داسې وخت کې چې جنګ ارامه شو او متجاوز وتښتید نور خلک راشي او دلته حکمروايي وکړي؟ او که دا د هغو مظلومو خلکو حق دی چې دښته دښته ګرځيدلي او مبارزه یې کړې.″


په دې غونډه کې د ښاغلي سیاف د کمپاین مسوول وویل که استاد سیاف او ټیم یې بریالی شي نو د ترلاسه شویو ازادیو ښه ساتنه به وکړي.

دوی وویل، چې د امنیت د ټینګښت، د قانون د راوستلو او د فساد په ورکولو کې به هڅه وکړي.

په همدې ورځ د چهاردهي د خلکو یوې بلې شورا په یوې بیلې غونډه له زلمي رسول څخه ملاتړ اعلان کړ.

اخوا ځینې کارپوهان وايي، د ولسمشرۍ کاندیدان باید هغه څه په خپلو کمپاینونو کې بیان کړي چې په عملي کولو یې برلاسي وي.

تمه ده د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات د حمل په شپاړسمه وشي او تر اوسه پورې د ولسمشرۍ لپاره له یولسو کاندیدانو یواځې یوه کاندید قیوم کرزي د زلمي رسول په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ تیر شوی دی .


راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG