د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو اوریدو کمیسون مسوولین وایي، چې ښایي ډير ژر د ولایتي شوراګانو له یو شمېر کاندیدانو نه د کاندیداتوری حق واخیستل شي.
د دې کمیسون ویاند د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، دا هغه کسان دي چې په تعلیمي اسنادو کې یې ستونزې وې.
په داسې حال کې چې د ولایتي شوراګانو کاندیدانو څه باندې یوه اوونۍ مخکې خپل کمپاینونه پیل کړي، د انتخاباتي شکایتونو کمیسون مسوولین وایي، ښايي یو شمېر کسان د دې کاندیدانو له لسته لیرې شي.
د دې کمیسیون غړي او ویاند نادر محسني د سې شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل، چې د ولایتي شوراګانو د څلور سوو کاندیدانو د اسنادو له څیړلو وروسته جوته شوې چې ځیني یي تعلیمي اسناد نه لري.
نادر محسني وایي، چې د دې څیړنو نتیجه به د چهارشنبې په ورځ اعلان شي:
″د ولایتي شوراګانو د هغو څلور سوو کاندیدانو د اسنادو څیړل بشپړ شوي، چې د پوهنې وزارت یې فراغت نه وو منلې.
اوس د هغو نورو پنځو سوو کسانو اسناد څیړو چې د پوهنې وزارت ویلي د فراغت په اسنادو کې یې ستونزې وې چې د دې کار هم په خلاصیدو دې او سبا له خیره د دی کسانو کار خلاصیږي او هغه کاندیدان چې له لست نه لیري کیږي په رسمي توګه به اعلان شي.″
د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو کمپاینونه د کب په دیارلسمه نيټه پیل شول، چې ترهغه یوه ورځ وروسته د انتخاباتو د شکایتونو اوریدو کمیسیون د هغو څلورو سوو کاندیدانو د تعلیمي اسنادو څیړنه پيل کړه، چې د ادعاوو له مخې یې تعلیمي اسناد ستونزې لري.
په ټول هېواد کې د ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته دکاندیدانو شمیر شاوخوا دوه زرو اوو سوو ته رسیږي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون تر دې مخکې هم پنځوس کسان د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له لست څخه له دې امله ویستلي و چې په تعلیمي اسنادو کې یې ستونزې وې او قانوني عمر یې نه و پوره کړی.
د انتخاباتو د قانون پر اساس هر هغه کس چې ولایتي شوراګانو ته ځان کاندیدوي باید له پنځه ویشتو کلونو یې عمر ټيټ نه وي او لږ تر لږه تر دولسم ټولګي یې زده کړې کړې وي.
بل خوا د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو موسسه یا فیفا د شکایتونو اوریدو په کمیسون انتقاد کوي چې د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د اسنادو په څیړلو کې یې ځنډ کړې دې.
د فیفا ویاند فهیم نعیمي آزادي راډیو ته وویل چې په ولایتونو کې د انتخاباتو د شکایتونو اوریدو کمیسون د دفترونو نه شتون پدې برخه کې تر ټولو لویه ستونزه وه:
″ زموږ انتقاد د شکایتونو په کمیسیون ده، د دې لپاره چې دوی په څو مواردو کې ډیر تعلل کړې.
د شکایتونو اوریدو کمیسون تر اوسه په ولایتونو کې خپل دفترونه نه دي خلاص کړي اوس دوه درې میاشتې وروسته کابل ته راځي او دلته رسیدګي ورته کیږي، چې دا د دې پروسې لپاره ډيره لویه صدمه وه.
اوس باید په ډیر کم وخت کې دې شکایتونو ته رسیدګي وشي ځکه د دوی مهمه دنده همدا ده چې باید دغسې مواردو ته په وخت کې په دقیقه توګه او د قانون پر اساس رسیدګي وشي.
که دوی په خپل کار کې تعلل کوي دا د دوی ډیر لوی ضعف ده چې پدې پروسې هم ناوړه اغیز کوي.″
په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته یواځې پنځه ویشت ورځې پاتې دي د رپوتونو له مخې لا هم په ټولو ولایتونو کې د شکایتونو د کمیسیون ولایتي دفترونو عملاً پر کار پیل نه دی کړی.
د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین د حوت یا کب په دیارلسمه نیټه پیل او د حمل تر دیارلسمې به دوام وکړي.
راپور: جمیله ظریف