د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

اشرف غني احمدزي د زیاتو رايو د ترلاسه په هدف خپله ظاهرې بڼه بدله کړې


که څه هم چې ویل کیږي ظاهري بڼه مهمه نه ده خو د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره کاندید اشرف غني احمدزي د زیاتو رايي د ترلاسه په هدف خپله ظاهرې بڼه بدله کړې او د پخوا په مقایسه يې په چلند کې هم توپیر لیدل کیږي.

د افغانستان ولسمشرۍ ته کاندید اشرف غني احمدزي د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو په مقایسه دا ځل په بدله ظاهري بڼه د جمهوري ریاست څوکۍ ته ولاړ دی.

نوموړي خپل د جامو بڼه بدله کړې ده او د خپلو کمپاینونو پرمهال له خپلو پلویانو او ژورنالستانو سره يې په چلند کې هم بدلون راغلی دی.

اشرف غني احمدزۍ د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته دا ځل د یوه وطن دوسته او مشفق شخصیت په توګه رامخته شوی دی.

د افغانستان د کارپوهانو د خپلواکې شبکې غړې کات کلارک وايي، د اشرف غني احمدزي په ظاهري بڼه او چلند کې له بدلونه هدف د زیاتو رايي ورکونکو راجلبول دي:

″موږ متوجه شوي یو چې دا ځل هغه خپل پښتون او قبیلوي هویت غوره کړی دی.

هغه هیله مند دی چې په دې توګه به وتوانیږي د لیرې پرتو سمیو پښتنو ته ورسیږي ځکه هغه غواړي وښيي چې دی د هغوي په شان او له هغوي څخه دی.″

اشرف غني تل په داخلي او بهرنیو لوړو پوستونو کار کړی دی.

نوموړي د نړېوال بانک او ملګروملتونو لپاره کار کړی او د ناکامو دولتونو د جوړولو په اړه يې یو کتاب هم لیکلی دی.خو دې ته په پام سره چې اشرف غني د اوږدې مودې لپاره له افغانستانه بهر و ، یو شمېر کسان داسې ګڼي چې نوموړی په دغې موده کې له عامو خلکو څخه لیرې پاتې شوی دی.

اشرف غني احمدزۍ د ولسمشرۍ د هغو لسو کاندیدانو له ډلې څخه دی چې خپله پالیسې په جزئیاتو سره په ډاګه کړې او ویل کیږي، چې په تلویزوني مناظرو کې هم ښه څرګند شوی دی.

خو پر نوموړي د ټولنیزو شبکو له لارې په دې خاطر چې لویدیځ ته نزدې شخصیت بلل کیږي، زیات انتقادونه کیږي.

د کابل د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر ولي الله رحماني وايي، اشرف غني هڅه کوي چې په انتخاباتو کې خلک د ده پلان او پروګرام ته چې دی يې د افغانستان لپاره لري، رايي ورکړي.

خو رحماني وايي، یو لوی چیلینج چې اشرف غني ورسره مخ دی هغه خلکو ته دا قناعت ورکول دي چې نوموړی له هغوي څخه دی:

″د غني پر وړاندې لوی چیلینج دا دی چې په افغانستان خپل اعتبار بدل کړي.

نوموړی هڅه کوي چې ووايي قوت يې په کرکتر اویا ماضي کې نه دی بلکه قوت يې په هغه پروګرام کې دی چې د افغانستان لپاره يې لري.″


اشرف غني هم د نورو سیاستوالو په څیر د پردې ترشا معاملو او پخوانیو جنګ سالارانو سره د جوړجاړي پاک پاتې نه دی او دا مسلله د نوموړي له خوا د خپل لومړي مرستیال په توګه د رشید دوستم په ټاکلو سره په ډاګه شوې ده.

خو اشرف غني د خپل لومړي مرستیال په توګه د دوستم له ټاکلو دفاع کوي او څرګندوي چې دا د افغانستان اوسنی واقیعت دی.

د افغانستان د کارپوهانو د شبکې غړې کات کلارک وايي، د خپل لومړي مرستیال په توګه د دوستم په ټاکلو سره به اشرف غني د ځوانانو او ښځو په منځکې خپل یو څه ملاتړ له لاسه ورکړي خو د یوه زیات شمېر رایي ورکونکو ملاتړ به هم ترلاسه کړي.

نوموړې وايي، اشرف غني د ۲۰۰۹ م کال په انتخاباتو کې ونه ګټله او یوازې درې په سلو کې رايي يې ترلاسه کړي، خو د کات کلارک په وینا غني اوس دا درک کړې چې جمهوري ریاست ته د رسیدو لپاره باید د افغانستان له هر ډول وسله والو او سیاسي څیرو سره سیاسي معامله وشي.
XS
SM
MD
LG