د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

احمدزی: که ګټونکی شم په کور دننه به لويي مدرسې جوړې کړم


د جمهوري ریاست انتخاباتو ته یو کاندید اشرف غني احمدزی وایې، که دی په انتخاباتو کې ګټوونکی شي نو په افغانستان کې به دننه د دیني علومو د زده کړې لویې مدرسې جوړي کړي.

ښاغلي احمدزي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ له ده څخه د سلګونه دیني عالمانو د ملاتړ په یوې غونډه کې وکړې.

یو شمېر دیني عالمان هم وايي، د دې لپاره چې افغان ځوانان د دیني زده کړو لپاره پاکستان ته ولاړ نه شي، باید نوی حکومت دننه په هېواد کې مدرسې جوړې کړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې دننه د سترو دیني مدرسو د نشتوالي له امله یو شمېرافغانان په پاکستان کې دیني زده کړې کوي، د جمهوري ریاست یو کاندید وایې د انتخاباتو د ګټلو په صورت کې به دننه په هېواد کې د سترو دیني مدارسو په جوړولو اقدام وکړي.

اشرف غني احمدزي چې د دوشنبې په ورځ یې په یوې غونډه کې چې په سلګونو دیني عالمانو په کې له نوموړي ملاتړ وکړ، ژمنه وکړه، چې که دی په انتخاباتو کې وړونکی شي، نو د دیني زده کړو زمینه به په افغانستان کې برابره کړي.

″د مدارسو په هکله زموږ اصلي هدف دا دی، چې د افغان زامنو دستاربندي به له دې وروسته په افغانستان کې وشي.

لویې او مجهزې مدرسې چې هلته افغان بچیان په ریښتنې توګه و روزل شي، دا به زموږ هدف وي.″


نوموړي دغه څرګندونې د شاوخوا څلور سوه دیني عالمانو په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

دې عالمانو د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وکړ او هغه یې یو مناسب کس وباله.

اشرف غني احمدزي هم په افغانستان کې د موجوده ستونزو د هوارولو لپاره د دیني عالمانو رول مهم و باله او له خلکو یې وغوښتل چې په خپله خوښه دیني زده کړې وکړي.

اوس اکثره افغان ځوانان د دیني زده کړو لپاره پاکستان ته ځي چې ځینې هلته بیا د دولت پر ضد جګړې ته هڅول کیږي.

یو شمېر دیني عالمان هم له راتلونکي حکومت نه غواړي چې په هیواد کې دیني مدرسې جوړې کړي تر څو ځوانان په خپل هیواد کې دیني زده کړې وکړای شي.

یو تن دیني عالم شمس الرحمن فروتن آزادي راډیو ته خپل نظر داسي بیان کړ:

″که چیرته موږ په افغانستان کې مدارس او دارالعلومونه و لرو او جوړ یې کړو، نو زموږ هغه بچیان به چې د دیني زده کړو لپاره بهر ته ځي، نور به مجبوره نه وي چې بهر ته ولاړ شي.

دغه راز به هغه بد عواقب چې په دې وروستیو کلونو کې موږ له خپلو ګاونډیو و لیدل، هغه به په راتلونکې کې موجود نه وي.″


ښاغلی فروتن وايي، که د مدرسو په جوړولو کې نړیواله ټولنه مرسته نه کوي، راتلونکی حکومت کولای شي چې په دې اړه له سوداګرو او اسلامي هیوادونو څخه مالي مرسته وغواړي.
XS
SM
MD
LG