د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

په ننګرهار کې د ډاکټر زلمي رسول په ملاتړ غونډه وشوه


د جمعې په ورځ د جلال اباد ښار په شیرزي لوبعالي کې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند زلمي رسول په ملاتړ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د زلمي رسول دواړو معاونینو،دده د کمپاین مسولینو او د ختیځې سیمې په زرګونو خلکو په کې برخه اخیستې وه.

د جمهوري رياست کانديد زلمي رسول په خپله وینا کې د غونډې ګډونوالو سره ژمنه وکړه، چې دی به د بریا په صورت کې د ختیځې سیمې ته خاصه توجه کوي،ځکه کوي،چې دا يې تل خپل کور ګڼلی دی:

"ننګرهار زه خپل کور بولم،ددوی هر ویاړ زما دی او ننګرهار همیش په تاریخ کې یو نقش لوبولی دی او په دې ټاکنو کې دې هم مهم نقش ولوبوي"

د نوموړي د کمپاین عمومي مسول او د ولسي جرګې غړي میرویس یاسيني د غونډې له ګډونوالو وغوښتل،چې په ټاکنو کې دې خپله رایه د زلمي رسول په ګټه وکاروي:

"موږ او تاسو په ډیر اساس پړاو کې یو،باید په تاریخ کې او هیله مو داده،چې د اعتدال له ټیم نه ملاتړ وکړی او رایه ورکړی"

ولسمشریزو ټاکنو ته دا دریم نوماند دی،چې د خپل کمپاین په موخه دې ولایت ته سفر کوي.

په ورته وخت کې د ننګرهار په سلګونو ځوانانو او د پوهنتون یو شمېر محصلینو په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له ډاکټر اشرف غني احمدزي نه ملاتړ اعلان کړ.

دغو ځوانانو په ننګرهار کې د ډاکټر اشرف غني احمدزی د کمپاین مسول حاجي نصرت ارسلا سره ژمنه وکړه،چې دغه ځوانان فکر راغلي او په فکري ډول به له ډاکټر اشرف غني نه ملاتړ کوي.

د ویلو ده،چې د ولسمشریزو ټاکنو په خوا کې اوس د ولایتي شوراته د نوماندانو ترمنځ هم د کمپاینونو سیالۍ روانې دي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG