د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

د پکتیکا مدني ټولنو د اشرف غني احمدزي خپل ملاتړ اعلان کړ



نجیب الله الوخېل

د پکتیکا په ولایت کې مدني ټولنو او یو شمېر قومي شوراګانو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

یاد غونډه چې د پنجشنبې په ورځ د سلګونه ځوانانو او قومي مشرانو په ګډون د پکتیکا په مرکز ښرنه کې جوړه شوې وه، ګډونوالو د ۱۳۹۳ یم لمریز کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ د څوکۍ له پاره وړ او اهل کس وباله .

د پکتیکا ولایت د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر یعقوب خان منظور په خپلو خبرو کي وویل، یوازې ډاکټر اشرف غني احمدزی کولای شي، په خپلو هر اړخیزو سیاسي او اقتصادي برنامو او پروګرامونو سره افغانستان له اوسني کمزوري اقتصادي حالت او نورو سیاسي او امنیتي ناخوالو څخه وژغوري.

د ده په خبره د پکتیکا ولایت شته مدني ټولنې د کوم مادي امتیاز پرته د ده شخصیت او وړتیا ته په کتو له نوموړي څخه خپل ملاتړ اعلانوي:

"د پکتیکا شته مدني ټولنې د کوم مادي امتیاز غوښتنې پرته د ده شخصیت او ښو برنامو ته په کتو د ده نه خپل پراخه ملاړ اعلانوي، د دې ولایت مدني ټولنې په پام کې لري، چې همدې غونډې په شان په خیر کوټ او اورګون په ولسوالۍ کې هم غونډې دایرې کړي، خو دا خبره یاد ساتئ که چیرې مو خپله رایه خرڅه کړه نو پوۍ شئ، چې ځان او ایمان دواړه مو خرڅ کړل."

قومي مشر جومحمد ګیانوال هم په خپلو خبرو کي د ډاکټر اشرف غني احمدزي پر شخصیت خبرې وکړي او زیاته يي کړه چې نوموړي ته ځکه رایه ورکوي چې له فساده پاک انسان دی:

"ډاکټر اشرف غني په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې افغانان دې زما دارايي او جایداد وشماري، که زما دارايي له هغې کچې پورته شوه نو زه به ټولو افغانانو ته ناغه وم او د خپلې چوکۍ نه استعفی کوم، ده وویل پنځه جوړې کالي مې ځانته اخیستي چې په اوړي کې مې هم کفایت کوي او په ژمي کې مې هم کفایت کوي، زما د پنځه کلنې دورې له پاره هغه کافي دي."

د غونډي یوتن ګډونوال قومي مشر عبدالصمد شهید پلار په خپلو خبرو کي وویل، چې ډاکټر اشرف غني احمدزی د نړۍ په سطحه دوهم مفکر شخصیت دی او افغانان هم باید د ده له جوړونکیو سیاسي او اقتصادي مفکورو او برنامو څخه ګټه پورته کړي.

په پکتیکا ولایت کي د اشرف غني احمدزي د سیمه ییز دفتر مشر خورشید امان کټوازي په خپلو خبرو وویل، چې د پکتیکاوالو ټولې غوښتنې يې اشرف غني احمدزي ته رسولي او هغه پوره حوصله مندۍ سره منلي دي.

د نوموړي په خبره اشرف غني به په نږدې راتلونکې کې پکتیکا ته هم سفر ولري.

د یادونې وړ ده، په افغانستان کې راتلونکیو ولسمشریزو ټولټاکنو ته یوولسو تنو ځانونه نوماند کړي او راتلونکې ټاکنې به د ۱۳۹۳ یم لمریز کال د حمل په ۱۶ مه نیټه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG