د مدني ټولنو او د محصلینو د ټولنو یو شمېر استازو د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د عبدالرب رسول سیاف له کاندیداتوری څخه ملاتړ څرګند کړ.
دوي د پنجشنبې په ورځ یوې غونډې کې له خلکو وغوښتل، چې له ښاغلي سیاف څخه ملاتړ وکړي ځکه د دوی په خبره هغه دې څوکۍ ته مناسب کاندید دی.
ښاغلي سیاف هم وویل، چې د بریالیتوب په صورت کې به خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
د پوهنتونونو سلګونو محصلینو او د مدني ټولنو غړو په راتلوونکو انتخاباتو کې عبدالرب رسول سیاف مناسب کاندید وباله او له هغه نه یې ملاتړ وکړ.
دوی د پنجشنبې په ورځ په یوې غونډې کې په کابل کې وویل، چې د ښاغلي استاد سیاف کاري پلانونه عملي او د دوی په خوښه دي او دوی ورڅخه ملاتړ کوي.
د مدني ټولنې یو فعال او د ماین پاکۍ د یوې موسسې مشر شهاب حکیمي په دې اړه وویل:
"تر هغو پورې چې مجاهد رهبري، مجاهد ټیم او متحصص ټیم په افغانستان کې حاکم نه شي، هیڅ امکان نه لري چې په دې هېواد کې امنیت راشي، قانون عملي شي او اداري فساد له منځه ولاړ شي.
همدا وجه وه چې موږ فکر وکړ، چې د عبدالرب رسول سیاف ټیم مجاهدین او متخصصین دي او له دوی څخه به ملاتړ وکړو."
ښاغلي سیاف د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دې به د هیڅ یوه بل کاندید په ګټه تیر نه شي او تراخره به خپلو انتخاباتي مبارزو ته دوام ورکړي.
ده وویل، د ولسمشرۍ د کاندیدانو تعدد ځکه ښه دی چې خلکو ته د غوره کاندید په انتخابولو کې مرسته کوي.
نوموړي همدا راز د ځینو امریکایي چارواکو د څرګندونو خلاف وویل، چې په افغانستان له انتخاباتو وروسته به وضع ښه شي.
ولسمشرۍ ته کاندید عبدالرب رسول سیاف په همدې غونډه کې وویل، چې د بریا په صورت کې به د هغو کسانو ارمانونو پوره کړي چې په دې هېواد کې یې قربانۍ ورکړي:
"یوه ژمنه تاسو او د همدې مایکروفون له لارې د افغانستان مجاهد ملت ته ورکوم، د کوم هدف لپاره چې تاسو دوه میلیونه شهیدان ورکړل، خو تر اوسه مو په سترګو ونه لید، موږ دا ژمنه کوو چې که فرصت راته برابر شو نو انشاالله تاسو به خپل دا هدف په سترګو و ګورئ او په ټولو حواسو به یې احساس کړی."
په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه روان دي او په دې ترڅ کې تر اوسه عبدالقیوم کرزی د جمهوري ریاست د بل کاندید زلمي رسول په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ هم تیر شوی دی.
راپور: محمد قسیم سول مل