د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

عبدالقیوم کرزی د کاندید زلمي رسول په ګټه تیر شو


عبدالقیوم کرزی، د جمهوري ریاست د کاندید زلمي رسول په ګټه له خپلې کاندیداتوری نه تیر شو.

قیوم کرزی او زلمي رسول د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خپلو پلویانو په یوې ګډه غونډه کې د دواړو ټیمونو انتخاباتي یووالی اعلان کړ.

قیوم کرزي وویل، دا اقدام یي د خلکو د مشورو په نتیجه کې د افغانستان د ملي ګټو په مقصد کړی دی.

له څه باندې یوې میاشتې، چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې پیل شوي، عبدالقیوم کرزی د جمهوري ریاست لومړی کاندید وو، چې د زلمي رسول په ګټه له خپلې کاندیداتوری تیر شو.

په دې مناسبت د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې د قیوم کرزي او زلمي رسول ګڼ شمېر پلویانو په کې برخه اخیستې وه.

قیوم کرزي غونډې ته وینا کې وویل، وروسته له دې به د ښاغلي زلمي رسول په ګټه، انتخاباتي مبارزه پرمخ وړي:

″د اته ویشتو ولایتونو له استازیو سره د مشورې وروسته مو، دا یووالی اعلان کړ. زه او زما ټیم سره له ننه ځان د دې ټیم اساسي برخه ګڼو او د ډاکټر صاحب زلمي رسول کلک ملاتړ کوو″

قیوم کرزي وویل، د فساد ورکول، د زور ورو او مافیایي کړیو مخنیوی او په هېواد کې اصلاحات راوستل، د ده او د زلمي رسول ګډ اهداف دي.

قیوم کرزی په داسې حال کې د یوه بل کاندید په ګټه له خپلې کاندیداتوری تیرییږي چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي، د رایو پاڼې او د کاندیدانو لستونه، له نشانونو سره، مخکې له مخکې چاپ شوي.

سره له دې دا کمیسیون یو بل ته د کاندیدانو له تیریدو سره مخالف نه دی خو وایي چې، د کاندیدانو په لست او چاپ شویو پاڼو کې بدلون نه شي راوستلی.

جمهوري ریاست ته کاندید زلمي رسول وویل، د دواړو کاندیدانو ترمنځ دا یووالی، په انتخاباتو کې د نظم په خاطر شوی دی.

زلمی رسول، د قیوم کرزی اقدام په هېواد کې د ثبات د راوستلو لپاره مهم وباله:

″زه د عبدالقیوم خان کرزی دغه مدبرانه او زړه ور اقدام په هېواد کې د سیاسي ثبات لپاره یوه هڅه ګڼم.

وروسته له دې به دواړه ټیمونه د دیارلس سوه درې نويم کال لپاره یو ځای مبارزه کوي″


داسې نا تایید شوي راپورونه هم شته چې په راتلونکو ورځو کې به د جمهوري ریاست یو شمېر نور کاندیدان هم د ځینو نورو کاندیدانو په ګټه تیر شي.

خو لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویل شوي، چې د جمهوري ریاست کوم کاندید به د کوم په ګټه تیر شي.

راپور: خان محمد ″سیند″
XS
SM
MD
LG