د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ د خلکو او ځوانانو شورا، جمهوري ریاست ته د کاندید ډاکترعبداله عبداله ملاتړ اعلان کړ.
د دې شورا غړیو د چهارشنبې په ورځ په سیمه کې یوه غونډه جوړه کړې وه او د خپلې خوښې له کاندیده یې غوښتنه وکړه چې که چېرې بریالی شي، په هېواد کې به سولی او د دوی حقونو ته پام کوي.
جمهوري ریاست ته کاندید ډاکترعبداله عبداله د چهارشنبې په ورځ د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ په هغې غونډه کې برخه واخیسته چې، په انتخاباتي مبارزه کې د ده د ملاتړ په خاطر جوړه شوې وه.
دا غونډه د ده ولسوالۍ د خلکو او ځوانانو د شورا له خوا بلل شوې وه، چې د سیمي ګڼ شمېر اوسیدونکو په کې برخه اخیستې وه.
د ده سبز ولسوالۍ د خلکو د شورا ريیس میر افضل په خپلو خبرو کې وویل:
″موږ د کابل اوسیدونکي، د مجاهدینو، خلکو او ځوانانو شوراګانې، د ډاکترعبداله له ټیمه ملاتړ کوو.
موږ په انتخاباتو کې د درغلیو مخه نیسو او نه پریږدو چې تقلب راباندې حکومت وکړي″
دوی د خپلې خوښې له کاندیده هیله وکړه، چې که بریالۍ شي په هېواد کې به د سولې ټینګښت او د دوی حقونو ته پام کوي.
د غونډې ګډونوالو شکایت درلود، چې ځمکې یې د دولت له خوا استملاک کېږي او د دې ترڅنګ یو لړ نورې سیمه ییزې ستونزې هم لري چې اوارول یې ضروري دي.
په غونډه کې سربیره د ده سبز د ولسوالۍ پرخلکو، د قره باغ او کوه صافي د ولسوالۍ ځینو اوسیدونکو او د ولسي جرګې یو شمېر غړیو هم ګډون کړی و.
جمهوري ریاست ته کاندید ډاکترعبداله وویل، که بریالي شي، په حکومتي چارو، ملي یووالي او د نړۍ له هېوادونو سره په اړیکو کې به د مجاهدینو نقش له پامه نه غورځوي.
ده ژمنه وکړه، چې حکومت به یې د خلکو د ستونزو اوارۍ ته هڅې جاري وساتي:
″تاسې به دلته یو ښکلی ښار ووینی چې ټول به په کې په خوښۍ او عزت سره ژوند وکړئ.
په دې برخه کې زموږ ژمنه کلکه ده. هم د ښار په جوړولو او هم ستاسې د حقونو په برخه کې″
د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو په جریان کې ځینو سازمانونو، شوراګانو او سیاسي ګوندونو د غونډو په جوړولو سره، د خپلې خوښې له کاندیدانو ملاتړ څرګند کړی دی.
د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې د دلوی په دیارلسمه پیل او دوه میاشتې به دوام وکړي.
راپور: خان محمد ″سیند″