د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

د پکتيا ولايتي شورا کاندیدان: امنيت د ټاکنو روڼتيا تضمينوي


د پکتيا ولايتي شورا نوماندان وايي، چې د امنيت ښه والی د ټاکنو روڼتيا تضمينوي او د امنيت د نشتوالي په صورت کې په ياد غرني ولايت کې شفافې ټاکنې ترسره کېدل ستونزمن کار دی.

دوه ورځې وړاندې د ټول افغانستان په څېر په پکتيا کې هم د ولايتي شورا د کانديدانو رسمي کمپاينونه د دفترونو په پرانيستلو، وړو او لويو عکسونو لګولو پيل شول.

په پکتيا کې ۶۴ تنو د ۱۷ څوکيو له پاره ځانونه نومولي دي او هر يو يې غواړي په ښه کمپاين ترسره کولو سره په خپل ولايت کې زياتې رايې ترلاسه او يادو څوکيو ته ځان ورسوي.

دغه کانديدان که څه هم د انتخاباتي لوبې ګټلو په موخه د سيالۍ ډګر ته راوتلي ځينو نا ليدلو اندېښنو په مخه کړي وايي چې که ټاکنې په شفاف ډول ترسره نه شي، د دوی ټول لګښتونه او ارمانونه به په اوبو لاهو شي.

د دغو ۶۴ نوماندانو له ډلې ځينې په دې نظر دي چې امنيت د ټاکنو د روڼتيا او شفافيت تظمين کولای شي او پرته له دې بله لار نه ويني.

د دوی په خبره که د انتخاباتي کمپاينونو له پيل نه تر پايه پورې د دوی او د دوی کمپاينرانو او د ټاکنو په ورځ د ناظرينو امنيت خوندي وساتلی شي، نو ټاکنې به په شفاف ډول ترسره شي، د ولايتي شورا يو نوماند جهاد احمدزی :

”د ټاکنو له پاره امنيت ډېر مهم دی، موږ له حکومت څخه غواړو چې د کانديدانو، کمپاينرانو او ناظرينو کلک امنيت ونيسي، ځکه دا مستقيماً په ټاکنو اغېز لري او د امنيت ښه والی د ټاکنو شفافيت تضمينوي“

نوموړی دا هم وايي پکتيا يو غرنی ولايت دی او پرته له قوي امنيتي تدابيرو څخه نه شي کېدلی چې شفافې او روڼې ټاکنې ترسره شي.

يوازې جهاد احمدزی نه دی چې د امنيتي تدابيرو خبره کوي، د پکتيا ولايتي شورا له پاره يو بل نوماند محمدرحمن قادري هم د رڼو ټاکنو ترسره کېدو له پاره له ولايتي ادارې څخه د کلکو امنيتي تدابيرو غوښتنه کوي او وايي:

”حکومت بايد د کانديدانو د مجلسونو، غونډو او انتخاباتي منډو ترړو امنيت تر ډېره خوندي کړي، که چېرې امنيتي ستونزې پېښې شي، نو ښايي د ټاکنو شفافيت هم تر پوښتنې لاندې راشي“

د ده په خبره که چېرته د ټاکنو په ورځ د ولايتي شورا د کانديدانو د ناظرينو امنيت خوندي نه وي او څوک نظارت ونه کړي، د ټاکنو شفافيت به تر پوښتنې لاندې وي.

خو د پکتيا امنيتي چارواکي د بشپړو امنيتي تدابيرو ژمنه کوي وايي چې په ټولو ساحو او لرو پرتو سيمو کې به د افغان ځواکونو له له لوري د ټاکنيزو منډو ترړو تر پايه کلک امنيتي تدابير نيسي.

راپور – داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG