د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد له کاندید زلمي رسوله ملاتړ اعلان کړ


د افغانستان د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد او خلکوغږ ګوند جمهوري ریاست ته له کاندید زلمي رسوله ملاتړ اعلان کړ.

په دې مناسبت د چهارشنبې په ورځ د لویي جرګې په خیمې کې غونډه جوړه شوې وه چې د حزب اسلامي د بېلابېلو څانګو او د خلکو غږ ګوند مشرانو او غړیو په کې برخه اخیستې وه.

د افغانستان د جمهوري ریاست له کاندیدانو څخه د ملاتړ په لړ کې د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد په نوم ارګان له زلمي رسول نه ملاتړ اعلان وکړ.

دې اتحاد د چهارشنبې په ورځ په کابل کې غونډه جوړه کړې وه، چې د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد او د خلکو غږ ګوند مشرانو او په سلګونو غړیو په کې برخه اخیستې وه.

د افغانستان د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد ريیس قاضي محمدامین وقاد وویل، د هېواد په اکثرو ولایتونو کې یي د حزب اسلامي د شوراګانو له مشرانو سره خبرې کړي او دې پریکړې ته رسیدلی چې، جمهوري ریاست ته د کاندید زلمي رسول ملاتړ به کوي:

″زلمی رسول زموږ کاندید دی، دا داسې یو کاندید چې یو قوم، ژبې او سیمې پورې اړه نه لري بلکې دا د افغانستان د ټولو خلکو او ولسونو کاندید دی.

زموږ اتحاد ورسره صادقانه دی او په کلکه ورسره ودرییږو.″


په یاده غونډه کې د حزب اسلامي د شوراګانو کابو پنځوسو مشرانو برخه اخیستې وه چې، د ولسي جرګې رييس او ځیني غړي هم په کې شامل وو.
د دې ترڅنګ د خلکو غږ په نوم د ګوند ريیس او د ولسي جرګې غړي شیرولي وردک وویل، دوی هم پریکړه کړې چې د حزب اسلامي د شوراګانو له اتحاد سره به لاس یو او له زلمي رسوله به ملاتړ کوي.
جمهوري ریاست ته کاندید زلمی رسول وویل، که بریالی شي په هېواد کې به د قوانینو شفافیت ته ډیر پام وکړي:

″تاسې چې په هېواد کې د قومي مشرانو، مجاهدینو او ولسونو له ملاتړ څخه برخمن یاست او نن زما ملاتړ کوئ، ما هیله مند کوي چې ستا په همکارۍ به د برې خوا ته نور هم نږدې شم.

زه ژمنه کوم په ګډه به داسې حکومت جوړو چې، د افغانستان پرمختګ او د خلکو سوکالي په کې نغښتې وي″


د جمهوري ریاست د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې له څه باندې یوې میاشتې راهیسیي دوام لري او په دې موده کې یو شمېر ګوندونو، سازمانونو او شوراګانو له بېلابېلو کاندیدانو څخه ملاتړ اعلان کړی.
په همدې حال کې تمه کېږي چې یو شمېر نورو سیاسي کړۍ او شوراګانې هم په راتلونکي نږدې یوه میاشت کې د جمهوري ریاست له ځینو کاندیدانو څخه ملاتړ څرګند کړي.

راپور: خان محمد ″سیند″
XS
SM
MD
LG