د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

پکتيا: د عبدالرب رسول سياف په ملاتړ غونډه وشوه


نن په ګردېز کې د عبدالرب رسول سياف په ملاتړ يوه لويه غونډه ترسره شوه، چې په دغه غونډه کې د هيواد د مشرانو جرګې مشر او ځينو نورو غړيو هم ګډون کړی وو، نور حال يې له سيمې زموږ همکار داود تپان راکوي.

په پکتيا کې د ولسمشرۍ د نوماند عبدالرب رسول سياف د کمپاين د دفتر له خوا د شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو په ګډون غونډه جوړه شوه.

په ياده غونډه کې چې د پکتيا مرکز ګردېز او ولسواليو ګڼو اوسېدونکو پکې برخه لرله د سياف د ملاتړ خبرې وشوې.

په پکتيا کې د سياف د کمپاين د دفتر مسول عبدالحنان حقويون سياف يو جهادي رهبر ګڼي وايي چې د هجرت پر مهال يې د دوی له پاره کار کړی او لا هم تمه لري چې د دوی له پاره به کار وکړي:

” موږ د استاد له پاره ولې کار کوو، د دې په خاطر چې د هجرت په مهال ده زموږ د ماشومانو د تعليم له پاره په لسګونو ليسې جوړې کړې وې او زموږ خلکو به پکې زده کړې کولې “

نوموړي دا هم وويل چې دوی به په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې خلک دې ته وهڅوي چې د رايې کارټونه واخلي او په انتخاباتو کې په پراخ ډول ګډون وکړي.

د سياف د ملاتړ په دې غونډه کې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل چې دوی که په دغو انتخاباتي منډو ترړو کې بريالي شي، نو د پکتياوالو حق به ورکړي.

” که په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې بريالي شوو او انشاالله برنده يو، نو د پکتيا او په خاص ډول د لويې پکتيا به پکې ځانګړی حق وي “

نوموړي دا هم وويل چې اوس خلک په دې پوهېدلي دي چې څنګه چا ته په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې رايه ورکړي.

د عبدالرب رسول سياف په ملاتړ دغه غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې څو ورځې وړاندې د ولسمشرۍ د يو بل مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د دفتر د پرانيستې په غونډې کې نږدې ۳۰۰۰ قومي مشرانو، ځوانانو او د مدني ټولنو فعالانو برخه اخيستې وه.

راپور – ازادۍ راډيو- پکتيا

XS
SM
MD
LG