د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شيرزاد ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې دوی د راتلوونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو لپاره د امنیت ټینګښت په خاطر يې په یو شمېر ناارامو سیمو کې له نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډه ځانګړي عملیات ترسره کړي.
شیرزاد وايي، په هغو سیمو کې چې امنيتي ویرې ډيرې وې د عملیاتو د ترسره کیدو وروسته په یو شمېر مهمو نقطو کې امنيتي پوستې هم فعاله کړي، ترڅو د دوی لاسته راوړنې وساتل شي.
د نوموړي په خبره دوی هڅې ګړندۍ کړي او په دې ولایت کې به ورځ تر بلې امنیت ښه کیږي:
"ښاریانو ته زه دا ډاډ ورکوم،چې انشالله په ننګرهار او جلال اباد ښآر کې به ورځ تر بلې امنیت ښه کیږي،تاسې ولیدل،چې په تیرو څو اونیو کې موږ په بټي کوټ،خوګياڼو او چپرهار ولسوالیو کې عملیات ترسره کړل او پوستې مو هم فعاله کړې اوس هلته له پخوا نه ډير امنیت راغلی"
په ننګرهار کې د انتخاباتو د کمیسیون مسول ډاکټر اختر اجمل هم د امنيتي ځواکونو دا وروستۍ هڅې ستايي او په خبره يې،چې په ځينو سیمو کې امنیت خوندي شوی ولې د اختر اجمل په خبره اوس هم ځينې سیمې شته،چې هلته امنيتي ویرې موجودې دي.
نوموړی وايي امنيتي چارواکو ورته ډاډ ورکړی،چې تر انتخاباتو پورې به هغه نورې ناارامه سیمې هم د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي:
"امنيتي ارګانونو،چې په دې وروستیو کې کوم عملیات ترسره کړل،زموږ هغه انديښنې،چې د ټاکنو ځينو مرکزونو په اړه وې،هغه آوارې شوي هلته زموږ تمه پیدا شوې،چې ټاکنې به کیږي،خو بیا هم یو شمېر سیمې شته،چې امنيتي انديښنې موجودې دي،خو داسې انديښنې نه دي،چې بیخي انتخابات به نه کیږي،خو یو څه ویره موجوده ده،خو امنيتي ارګانونو راته ډاډ راکړی،چې تر انتخاباتو پورې به نورې نارامه سیمې هم پاکې کړي"
امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد هم دا مني،چې په یو شمېر سیمو کې اوس هم امنيتي ویرې موجودې دي،خو نوموړی وايي په پلان کې لري،چې په نیږدې راتلوونکې کې په یادو ناامنو سیمو کې هم ځانګړي عملیات ترسره کړي او په همدې ډول ځینې مهمې سیمې يي د امنيتي پوستو لپاره هم غوره کړي،چې د امنيتي پوستو په فعالیدو سره به د سیمې په امنیت کې پوره تغیر راشي:
“زه بیا د ننګرهار خلکو په پوره اطمنان سره وایم،چې موږ خپلې هڅې کوو، او په پام کې لرو،چې په هسکه مینه کې عملیات وکړو،شیرزادو کې او بیا هم په بټي کوټ ولسوالۍ کې او اچين ولسوالۍ په اړه هم زموږ توجه شته په کمه موده کې به تاسې ددې شاهد ووسې،چې امنیت به ډير ښه شی"
د ویلو ده،چې د انتخاباتو لپاره د امنیت د ټينګښت په خاطر اوس د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو لخوا چاڼيز عملیات روان دي.
د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې څه موده وړاندې،چې ددې ولایت شپږ ولسوالیو لپاره محلي پولیس منظور شول اوس يې نوم لیکنه روانه ده،چې په لنډه موده کې به هغوی هم د امنیت په خوندیتوب کې له ملي پولیسو سره ګډه همکاري وکړي او تر ټاکنو پورې ډیرې سیمې له وسله والو پاکې کړي.
ننګرهار – شاه محمود شینواری