د حضرت ضبغت الله مجددي په مشرۍ د افغانستان د ملي نجات جبهې په راتلونکو انتخاباتو کې د جمهوري ریاست له کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د دې جبهې مسولینو د دوشنبې په ورځ له ښاغلي احمدزی څخه وغوښتل چې د بریالیتوب په صورت کې اسلامي او ملي ارزښتونه لا پیاوړي کړي.
د صبغت الله مجددي په مشرۍ د افغانستان د ملي نجات جبهه وايي، د جمهوري ریاست د کاندیدانو د کاري پروګرامونو له څیړلو وروسته یې پریکړه وکړه چې د اشرف غني احمدزی له کاندیداتورۍ ملاتړ وکړي.
د دې ګوند مسولین وايي، چې د ځینو پروګرامونو د عملي کولو په خاطر یې له ښاغلي احمدزی سره تفاهم کړي.
د دوشنبې په ورځ د ملي نجات جبهې له خوا په وربلل شوې غونډه کې چې یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو هم په کې برخه اخیستې وه، د دې ګوند منشي ذبیح الله مجددي وویل:
"د صبغت الله مجددي په مشرۍ د افغانستان لپاره د نجات ملي جبهې خپل ملاتړ له ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي او کاري ټیم څخه اعلانوي.
موږ خپل دریځ افغانستان او نړۍ ته اعلانوو او له ښاغلي احمدزۍ څخه غواړو چې د دې لوي ګوند اعتبار څخه ستاینه وکړي او غواړو چې اشرف غني احمدزی او کار یې ټیم ملي او اسلامي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړي."
ښاغلي مجددي له اسلامي مقدساتو څخه ننګه، د مشورې اصل، د قانون حاکمیت، مجازات او مکافات، له تعصب او امتیاز پرته د خلکو له اساسي حقونو څخه ملاتړ، اقتصادي پراختیا او اهل کار ته د کار سپارل د ښاغلي اشرف غني هغه پروګرامونه یاد کړل چې د جبهې د غړو د خوښې وړ ګرځيدلي دي.
د ملي نجات د جبهې مشر حضرت صبغت الله مجددي د ډاکټر نجیب د حکومت له نسکوره کېدو وروسته په کابل کې د اسلامي دولت لومړی ولسمشر و.
ښاغلی مجددي په تیرو انتخاباتو کې د ولسمشر حامد کرزي ملاتړ کړی دی.
له دې څخه وړاندې یو شمېر سازمانونو او سیاسي ګوندونو هم له اشرف غني احمدزي او ځینو نورو کاندیدانو څخه ملاتړ څرګند کړی.
ښاغلي احمدزي ملي نجات جبهې ملاتړ په راتلونکو انتخاباتو کې دده د بریالیتوب لپاره مهم وباله.
د جمهوري ریاست دغه کاندید په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه که چېرې په انتخاباتو کې بریالی شی نو د هیواد ثبات او اقتصادي ودې ته به له ټولو امکاناتو کار واخلي:
"زموږ د ټیم ژمنه دا ده چې هغه ټول ارزښتونه به عملي کوو چې دا ټولنه سولې او ثبات ، هوساینې، اقتصادي تحرکت او عزت ته رسوي. "
ښاغلي احمدزي په ورته وخت کې دښځو او ځوانانو حقوقو، د بې وزله خلکو او معلولینو ژوند ته پاملرنه، د خپلو کاري پروګرامونو یوه برخه وبلله.
هغه همداراز وویل چې تبعیض یې په سیاسي فرهنګ کې ځای نه لري.
بل خوا یو شمیر عام خلک له کاندیدانو غواړي چې له خلکو سره داسې ژمنې وکړي چې د کامیابیدو په صورت کې پوره کولای شي.
راپور: مرضیه احمدزۍ