هغه شل کسیزه جرګه چې غواړي د جمهوري ریاست ځیني کاندیدان یو بل ته تیر شي، وايي تر اوسه یې هڅو نتیجه نه ده ورکړې.
د دې جرګې هڅې تراوسه په دې څرخیدې چې له قیوم کرزي او زلمي رسوله کوم یو د بل په ګټه تیرشي.
د دې جرګې غړي وايي، چې تر اوسه یې دې هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې چې د جمهوري ریاست په دوو کاندیدانو قیوم کرزي او زلمي رسول کې کوم یو د بل په ګټه له کاندیداتورۍ تیر شي.
د دې جرګې غړي نذیر احمدزي چې د ولسي جرګې غړی هم دی وايي، تر اوسه دا دواړه کاندیدان په خپلو دریځونو ولاړ دي.
ښاغلي احمدزي د یکشبنې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا خبرې له دې امله ودریدې چې ټاکل شوې وه، ولسمشرحامد کرزی سریلانکا ته ولاړ شي:
"جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره خبرې روانې دي، خبرې په وروستیو پړاوونکې دي زه هیله من یم چې خبرې به مو ښې نتیجې ورکړي او په لنډ وخت کې به یې پایلې تاسو ته روښانه او یوطرفه شي."
خو د یکشنبې په ورځ ولسمشرکرزي په کونړکې د وسلوالو په یوې حملې کې د شلو افغان عسکرو د وژنې د پیښې له امله سریلانکا ته خپل سفر وځنډاوه.
نذیر احمدزی وايي، چې دی لا هم هیله دی چې ځیني کاندیدان به یو بل ته تیر شي.
د ښاغلي نذیر د معلوماتو له مخې د تیرې چهارشنبې په ورځ له بېلابېلو ولایتونو څخه یوه ۱۸۰ کسیزه ډله چې قومي مشران، د ملي شورا یو شمېر غړي، دیني علمان په کې شامل و، کابل ته راغلل او دوی له خپل منځه۲۰ کسیزه ډله وټاکله شوه، ترڅو د جمهوري ریاست د کاندیدانو شمېر راکم کړي.
ښاغلی احمدزی وايي، د دوی د رایو په اساس باید زلمی رسول عبدالقیوم کرزی ته تیر شوی و، خو دا پریکړه ولسمشرحامد کرزي ونه منله.
د دې شل کسیزې جرګه ګۍ شپاړسو غړو عبدالقیوم کرزي او څلورو یې زلمي رسول ته رایه ورکړې وه.
په دې اړه مو د جمهوري ریاست د کاندیدانو له عبدالقیوم کرزي او زلمي رسول له انتخاباتي مرکزونو سره اړیکې ونیولي، خو دواړو په دې اړه له څه ویلو څخه ډډه وکړه.
څه موده وړاندې په یو شمېر نړېوالو رسنیو کې داسې راپورونو خپاره شول، چې ګواکې یو شمېر کاندیدان غواړي، د ډاکټر زلمي رسول په ګټه تیر شي.
خو وروسته محمد شفیق ګل اغا شیرزي او سردارمحمد نعیم دا راپورنه رد کړل او ویې ویل د انتخاباتو په سیالیو کې به تر اخره ولاړ وي.
له دې نه وړاندې هم په کابل کې یو شمېرکړیو او مخورو د جمهوري ریاست د شمېر د راکمولو هڅې کړې وې، خو په دې اړه وروستي معلومات هم بې نتیجې پای ته رسېدلي و.
راپور: رحمت الله افغان