د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

یو شمېر خوستوالو د ډاکټر عبدالله عبدالله نه ملاتړ اعلان کړ


په خوست کې د افغانستان د قومونو پیوستون شورا له خوا د جمهوري ریاست راتلونکیو ټولټاکنو ته د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله په پلوی لویه غونډه جوړه شوې وه، د غونډې ګډونوالو ته ډاکټر عبداله د تلیفوني وینا له لارې ډاډ ورکړ، چې که ولسمشر شي نو د خوست د خلکو ټولې غوښتنې به ترسره کړي.

د یکشنبې په ورځ د خوست او مرکز د ولسوالیو په سلګونو اوسیدونکیو او قومي مشرانو د یوې غونډې له لارې د افغانستان د راتلونکیو ولسمشریزو ټولټاکنو د یو تن نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله په پلوۍ غونډه وکړه.

د غونډې ویناوالو ویل، چې دوی د ملي وحدت او ملي یووالي د اصل د پیاوړتیا او دا چې نوموړی نوماند د افغانستان راتلونکې اقتصادي پرمختګ او په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت له پاره ښې برنامې لري، د ده د نوماندی ملاتړ کوي.

یاده غونډه، چې د افغانستان د قومونو پیوستون شورا د مرکزي دفتر په انګړ کې جوړه شوې وه، د نوموړې شورا رئیس الحاج غازي نواز تڼي مشال راډیو ته وویل، چې د یاد نوماند څخه د خوست د یو شمېر خلکو ملاتړ په دې مانا دی، چې په دې سیمه کې د خوستوالو سره د توکم پالنې هېڅ راز فکر او نور بیلونکي سمتي او ژبنۍ تعصبات نشته :

((موږ خپل غوڅ ملاتړ په راتلونکیو ټولټاکنو کې د ډاکټر صیب عبدالله عبدالله نه اعلان کړ، مخکې مو هم اعلان کړی وو، نن په خوست کې په عملي ډول د ده د کمپاین له پاره قومونه جمع شوي وو، ټولو قومونو په غوڅ اکثریت سره تصمیم ونیوه، چې دا زموږ کاندید دی، د خوست ولسونه به رایه ورکوي او موږ د ده د کاندیداتورۍ نه د ملي وحدت په خاطر باندې ملاتړ کړی دی، چې ټول افغانان یو دي، یو وجود دی، په موږ کې تعصب نشته، موږ ملي وحدت ته ژمن یو، د ملي وحدت په خاطر دی زموږ کاندید دی، خوست ولسونه انشاالله رایه ورکوي.))

د غونډې ګډونوالو ته په خپله ډاکټر عبدالله هم د تلیفون له لارې وینا وکړه او د خوست خلکو سره يې ژمنه وکړه، که چیرې ولسمشر شي، نو د خوستوالو څلور مهمې غوښتنې به عملي کوي:
یو دا چې د غلام خان بندر لاره به ترانزیټ ګرځي، دویم د دې ولایت علمي او مسلکي کدرونو ته به د دولت په بیلابیلو ارګانونو کې ښې دندې ورکوي، د خوست یو شمېر ځونانو ته به په بهرنیو هېوادونو کې د لوړو زده کړو زمینه برابروي، د خوست شیخ زاید پوهنتون به د نړیوالو پوهنتونونو سره تړي او یو شمېر نور هغه ګټور کارونه به هم سرته رسوي، چې د دې سیمې اوسیدونکي يې غوښتنه لري، چې د داکټر عبدالله دا خبرې د ګډونوالو د تاوده هرکلي سره مخامخ شوې.

د ډاکټر عبدالله په پلوی د جوړې شوې غونډې یو تن ګډونوال قومي مشر حاجي احمد ګل وویل، په افغانستان کې دایمي سوله او ټیکاو تر یوه بریده د سیمې او ګاونډیو هېوادونو همکارۍ پورې تړلې ده، نو ډاکټر عبدالله په بهرنیو چارو وزارت کې د خپل ماموریت پرمهال دې مسلو سره بلد دی او هم کولای شي ښې نړیوالې مرستې راجلب کړي:

((موږ چې دې ته مجبور شو، چې د ډاکټر صیب عبدالله نه ملاتړ وکړو، دی پخوا وزیر خارجه وو، موږ په دې باندې متیقین یو، چې زموږ په ملت کې که ارامي راځي نو د ګاونډیانو نه به راځي، دی وزیر خارجه وو په دې پالیسۍ دی پوۍ دی، بل هغه وخت کې کومې مرستې چې ده راجلب کړې وې، په اوسنیو وختونو کې يې چې موږ ګورو نشته، موږ دې خبرو مجبور کړو چې هغه زموږ غوره کاندید دی، دی باید رئیس جمهور شي او زموږ خاورې ته خدمت وکړي.))
قومي مشر حاجي همیم منګل وویل، چې په نوماندانو کې ډاکټر عبدالله یوازینی کس دی، چې کولای شي په افغانستان کې مسلطو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو ناخوالو ته د پای ټکۍ کېږدي:

((انشاالله عبدالله عبدالله به وتوانیږي، چې د افغانستان ستونزو ته د پای ټکۍ کېږدي.))

د یادونې وړ ده په خوست کې د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو د خپلو ټاکنیزو مبارزو له پاره دفترونه پرانیستي او تر دې مخکې په یاد ولایت کې د ولسمشرۍ نوماندانو قطب الدین هلال او ډاکټر اشرف غني احمدزي په پلوی هم غونډې جوړې شوي دي.

ټاکل شوې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلونکې ټولټاکنې د ۱۳۹۳ یم لمریز کال د وري یا حمل میاشتې په ۱۶ مه نیټه ترسره شي.

نجیب الله الوخېل
XS
SM
MD
LG