د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

د میدان وردګ زرګونه خلکو له زلمي رسوله ملاتړ اعلان کړ


د میدان وردګ ولایت په زرګونه خلکو نن په کابل کې په یوې غونډه کې د ولسمشرۍ انتخاباتو له کاندید زلمي رسوله ملاتړ اعلان کړ.

له زلمي رسوله د ملاتړ په هدف د دې غونډې جوړونکو وویل، چې میدان وردګ ولایت ته په تېرو څو کلونو کې سمه پاملرنه نه ده شوې خو دوي هیله لري چې واک ته د زلمي رسول په رسیدو سره به د دې ولایت بیارغونې او امنیت ته پام وشي.

زلمي رسول هم میدان وردګ کابل ته نږدې یو مهم ولایت وباله او ویې ویل چې؛ د امنیت او اقتصاد په برخه کې ورته پراخ پروګرامونه په پام کې لري.

له زلمي رسول نه د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په خاطرد میدان وردګ ولایت خلکو د ملاتړ په غونډه کې ګډونوالو په راتلونکي حکومت کې د دغه ولایت په بیارغونې او پراختیا ټینګار وکړ.

د غونډې تنظیمونکي حسیب الله کلیمزي وویل، چې په تېرو لسو کلونو کې میدان وردګ ولایت ته سمه پاملرنه نه ده شوې خو خلک باوري دي چې واک ته د زلمي رسول په رسیدو سره به د یاد ولایت بیارغونې ته پام وشي.

ښاغلي کلیمزي امنیت، سوله، تعلیم او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول د وردګو د خلکو اساسي غوښتنې وبللې:

"د میدان وردګ ولایت قومونه او ټول ولسونه پرته له کوم قومي، ژبني او سمتي تعصب څخه په دې سلا شوي چې ستاسو د ټیم ملاتړ وکړي.

موږ هیله من یو چې د هېواد په کچه سراسري سوله رامنځ ته او په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړئ.

فساد زموږ د حکومت او ولس ترمنځ یو واټن رامنځته کړی.ښاغلی ډاکټر صاحب! د دې ستونزې د حل غوښتنو مې هیله ده چې د خپلو لومړیتوبونو له جملې څخه وشمیرئ."


کلیمزي د ښاغلي رسول تجربې او زده کړې هغه څه وبلل، چې له امله یې د میدان وردګ ولایت خلکو ترې ملاتړ وکړ.

ډاکټر زلمي رسول غونډې ته په خبرو کې چې شاوخوا درې زره کسانو په کې برخه اخیستې وه د وردګو د خلکو ملاتړ وستایه او ویې ویل، چې واک ته په رسیدو به د دې ولایت اقتصادي پراختیا ته جدي پاملرنه وکړي:

"په میدان وردګو کې به لومړنۍ کار د بند چک بیا اعمار وي له دې سره به اوبه د برق او زراعت دواړو لپاره وکارول شي.

په میدان وردګو کې ۳۳ معدن موجود دي، زموږ په حکومت کې ټولې هغې سیمې به د معادنو په عوایدو کې امتیاز ولري، چې هلته دغه معدنونه پراته دي.

د معادنو پروسس به هلته کیږي او دغه راز به له ترلاسه شویو پيسو څخه یوه برخه د همغه ولایت په پرمختګ کې لګیږي."


له زلمي رسوله یو وار مخکې هم د میدان وردګ خلکو په میدان وردګ ولایت کې خپل ملاتړ اعلان کړ.

اخوا په دې غونډه کې د مشرانو جرګې ځیني ښځینه استازو طیبه زاهدي، ملکه مایلزاده، نفیسه سلطاني، انارکلي هنریار، سهیلاشریفي، صالحه میرزاد، فریده کوچۍ او داسې نور چې شمېر یې یویشت تنو ته رسیده د ډاکټرزلمي رسول له کاندیداتورۍ څخه ملاتړ اعلان کړ.

که څه هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو له نورو کاندیدانو سره د ملي شورا استازي یوځای شوي خو دا لومړی ځل دی چې له یوه کاندید څخه دې د مشرانو جرګې یو زیات شمیر ښځینه غړې خپل ملاتړ اعلان کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG