د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

حامد کرزى: انتخاباتي مبارزې به د ملي يووالي د ټينګښت لامل شي


افغان ولسمشرحامد کرزى وايي، د کانديدانو انتخاباتي مبارزې به د خلکو د ملي يووالي د ټينګښت لامل شي.

دغه څرګندونې ولسمشرحامد کرزي په خپلې راډيويي وينا کې کړې دي.

افغان ولسمشر یو ځلي بیا ټینګار وکړ چې؛ دولتي کارکوونکي او مقامات باید د کوم کاندید په ګټه دولتي امکانات ونه کاروي.

يادې څرګندونې ولسمشرحامد کرزي په خپلې پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا کې کړې دي.

ښاغلي کرزي وویل، امنيتي ځواکونه به وتوانېږي، چې د انتخاباتو ډاډمن امنيت تامين کړي:

"د هېواد امنيتي ځواکونه به زموږ د ټولو په همکارۍ په دې وتوانېږي، چې د انتخاباتو ډاډمن امنيت تامين کړي، ترڅو موږ په ډاډ سره د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړ شو او د خپل نظر وړ کانديد ته رايه ورکړو."

د ده په وينا، په ټولو ولسواکو نظامونو کې د رايې او د نظرونو اختلاف موجود وي، چې د ډيموکراسۍ مهم اصل هم ګڼل کېږي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه، چې د رايې او فکر اختلاف هېڅکله هم شخصي اختلاف نه ګڼل کېږي.

کرزي دا هم وویل، چې د ۱۳۹۳ لمريز کال انتخاباتو لپاره درې اوونۍ وړاندې د ولسمشرۍ د کانديدانو انتخاباتې مبارزې پيل شوي دي او له دې لارې په ولسواکۍ باندې د خلکو باوراو يا دا چې د دوي خپله اراده د هېواد برخليک ټاکي لا هم پياوړى کړ:

"اوس چې زموږ په هېواد کې د جمهوري رياست د مقام لپاره يوولس تنه کانديدان انتخاباتي مبارزې ته راوتي دي، دا په خپله د ډيموکراسۍ نښه ده او موږ هر يو به د خپل نظر وړ کانديد ته رايه ورکړو او په انتخاباتو کې په ونډې اخيستنې سره به خپل هېواد ته لا قوت ور وبخښو."

حامد کرزي هيله څرګنده کړې، چې د کانديدانو انتخاباتې مبارزې د خلکو ترمنځ د يو موټي توب او د ملي يووالي د لا ټينګښت لامل شي.

ده ياته کړې، د هېواد راتلونکې انتخابات به په ارامه او امن لرونکې فضا کې په برياليتوب سره سرته ورسېږي او د هېواد د لا پياوړتيا، د ثبات، ولسواکۍ او د ملي يووالي د لا ټينګښت لامل شي.

د هغه په خبره، په انتخاباتو کې د رايې ورکولو په شرايطو د برابرو هېوادوالو ګډون، د انتخاباتو د برياليتوب ضامن بلل کیږي.

تمه ده چې؛ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د "۱۳۹۳" کال د حمل په شپاړسمه نیټه ترسره شي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG