د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

مسعود: راتلونکی حکومت دې د تخصص سربیره توازن ته هم پام وکړي


د احمدشاه مسعود د بنیاد مشر وایي، چې د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ګټونکی باید د راتلونکي حکومت په تخصص سربیره توازن ته هم پام وکړي.

د دې بنیاد مشراحمد ولي مسعود دغه څرکندونې د پنجشنبې په ورځ د ملي اجنډا په کنفرانس کې وکړې.

بل خوا ځیني څیړونکي بیا وایي، چې د قومونو په اساس جوړ شوی حکومت د تیرو دوولس کالونو راهیسي ښه نتیجه نه درلوده او راتلونکي ولسمشر باید وړتیا اصلي معیار وګرځوي.

په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ کاندیدانو له خوا انتخاباتي کمپاینونه ورځ تر بلې ګرمیږي او راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته هم څه د پاسه څلویښت ورځې پاتې دي، ځیني سیاسي څیرې د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو له ګټونکي څخه غواړي چې په خپل حکومت کې د تخصص سره سره د قومونو او ژبو توازن په نظر کې ونیسي.

د احمدشاه مسعود د بنیاد مشراحمد ولي مسعود چې د پنجشنبې په ورځ د ملي اجنډا تر نامه لاندې علمي او تحقیقي کنفرانس ته په کابل کې خبرې کولې وویل، راتلونکي ولسمشر ته ښایي د مشهورو څیرو او مشرانو څخه د خپل حکومت په تشکیل کې استفاده وکړي:

(داسې حکومت چې د قومونو، د هغوی د منافع او ژبو ترمنځ تعادل او توازن وساتلای شي.

هغه جمهور ریس چې د خلکو په رایو ګټونکی کیږي. باید خپل مسولیت وګني، چې د جمهوري ریاست ترڅنګ یو بڼست منځ ته راوړي او په هغه بڼست کې د افغانستان پوه او اغیزمند خلک راوبولي ترڅو هغوي خپلې مشورې او تصمیمونه د هېواد په مهمې مسایلو باندې شریکې کړي.)


دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي چې په تیرو کلونو کې په جمهور ریس حامد کرزي یو انتقاد دا و، چې د تخصص پرځای یې مصلحتونو، قومي او ژبني معیارونو ته لومړیتوب ورکړی.

خلک وایي، کاراهل کار ته سپارل د فساد د کمیدو لامل ګرځي او په دې سره د حکومت او خلکو ترمنځ واټن کمیږي.

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي څیړونکي د قومونو او تقسیم په اساس جوړ شوی حکومت بې فایدې بولي او وایې، چې یوازې تخصص کولای شي د خلکو باور په راتلونکي حکومت ډیر کړي.

تیره اونۍ د ازادۍ راډیو سره په مناظرو کې هم ګډون کوونکو کاندیدانو ژمنه وکړه، چې د ګټلو په صورت کې به ښایسته سالاري او تخصص ته لومړیتوب ورکوي.

د کمپاینونو د پیلیدو راهیسي د کاندیدانو ترمنځ دا یو اساسي شعار ده چې؛ په ټولو برخو کې به متوازنه پراختیا راولي کاربه اهل کار ته سپاري او ټولنیز عدالت به پلي کوي.

دا چې دا شعارونه کله او څوک به یي عملي کوي وخت به یي ځواب ووایي.


راپور: یوسف خان ځدراڼ
XS
SM
MD
LG