د پنجشنبې په ورځ د جلال اباد په ښار کې د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین په پرانیست غونډه کې، چې د ختیځو ولایتونو زرګونو خلکو په کې برخه اخیستې وه، ننګرهار میشتو سیکانو له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په ننګرهار کې د سيکانو ویاند ډاکټر حرمید سنګهـ په یاده غونډه کې وویل، چې دوی شاوخوا لس زره کورنۍ په دې ولایت کې میشتې دي او د نورو افغانانو په څير دوی هم د هېواد د برخه لیک ټاکونکو مسایلو کې برخه لري.
نوموړي وویل، په همدې خاطر دوي په یوه اتفاق له ډاکټر اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلانوي:
"موږ په ننګرهار کې لس زره سیکان اوسو او هغه چاته به رایه ورکوو، چې د وړ کس وي، داکټر اشرف غني هغه کس دی، چې د افغانستان د تیرو دیرشو کالو زخمونه به ټکور کړي او موږ ترې ملاتړ کوو"
په یاده غونډه کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین عمومي مسول او د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهر قدیر وویل،چې دوی له اشرف غني څخه ددې په خاطر ملاتړ نه دی کړی،چې په اینده کې ترې د کومې چوکۍ تمه وکړي.
نوموړي وویل،چې دوی د افغانستان لپاره د هغه له برنامه څخه ملاتړ کړی او دا کمپاین به د هيواد هر ګوټ ته رسوي:
"موږ ولې ډاکټر اشرف غني انتخاب کړی،ددې لپاره مو نه دی انتخاب کړی،چې سبا به کومه چوکۍ یا موقف راکړي، د ډاکټر اشرف غني انتخاب پر یتیمانو لاس کشو کول،په خویندو او میندو په سترګو کې د اوښکو وچول،د ځوانانو لپاره یوه سالمه تګلاره،د فساد مخنیوی ، د امنیت تامین، د قومونو یوالۍ،د سولې راوستل موږ د اشرف غني انتخاب په دې مسایلو کړی دی"
په ختیځه سیمه کې د اشرف غني د کمپاین مسول احسان الله کاموال او د ننګرهار د کمپاین مسول حاجي نصرت هم په غونډه کې خبرې وکړي او له مشرقي والو څخه يي وغوښتل،چې په راتلوونکو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړي.
د ویلو ده،چې له دې وړاندې یو شمېر نورو نوماندانو ډاکټر عبدالله عبدالله،استاد عبدالرب رسول سیاف،محمد شفيق ګل اغا شیرزي او قیوم کرزي د کمپاینو لپاره خپل دفترونه پرانستي وو او ستري غونډې يې رابللې وې.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری