د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

د افغانستان د پرمختګ غوښتونکو ګوند له زلمي رسوله ملاتړ اعلان کړ


په کابل کې د سیاسي ګوندونو یوه ایتلاف د جمهوري ریاست له کاندید زلمي رسول څخه ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان د دیموکراتو او پرمختګ غوښتونکو ګوندونو او سازمانونو مشر عبدالرزاق اثمر وویل، چې دوی په انتخاباتو کې له داسې یو کس نه ملاتړ کوي چې د هېواد ټولې ستونزې په پام کې ونیسي او د حل لپاره یې هلې ځلې وکړي.

د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو د کمپاینونو په نولسمه ورځ د افغانستان د پرمختګ غوښتونکو ګوندونو او سازمانونو د ایتلاف په نوم یوه سیاسي بنسټ له زلمي رسول څخه ملاتړ اعلان کړ.

د دې ایتلاف غړو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوه غونډه درلودله.

د دیموکراتو او پرمختګ غوښتوونکو ګوندونو او سازمانونو د ایتلاف مشر عبدالرزاق اثمر وویل، چې دوی په انتخاباتو کې له داسې یو کس نه ملاتړ کوي چې د هېواد ټولې ستونزې په پام کې ونیسي او د حل لپاره یې هلې ځلې وکړي.

(موږ د ایتلاف مشرتابه د هېواد اوسني له حساسیت نه ډک وضعیت او د ښاغلي ډاکټر رسول انتخاباتي پروګرام ته په کتو د اعتدال، برابري او پیاوړتیا له ټیم نه د ښاغلي ډاکټر زلمي رسول په مشرتابه خپل ملاتړ اعلانوو).

هغه وایي، چې یاد ایتلاف په ۱۳۹۱ لمریز کال کې جوړ شو.

تر دې مخکې هم یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو، بنسټونو او سیاسي څیرو د جمهوري ریاست له ځینو کاندیدانو نه ملاتړ اعلان کړې دې.

یادې غونډې ته په وینا کې د جمهوري ریاست لپاره د کاندید زلمی رسول لومړی مرستیال احمدضیا مسعود وویل، که د دوی ټیم بریالی شي نو د یوه داسې لوی سیاسي ګوند د جوړیدو هڅې به وکړي چې د هېواد د قومونو استازي په کې وي:

(موږ پياوړيو سیاسي ګوندونو ته اړتیا لرو، چې ټولې قومي، ټولنیزې او اقتصادي ډلې ونډه په کې ولري.

دا چې وکولاې شو په رښتینې توګه د ټولنیز او اقتصادې ودې لپاره زمینه مساعده کړو په دې باور لرو، چې په هېواد کې داسې یو لوی او پياوړۍ ګوند رامنځ ته کړو چې د ټولو قومونو استازي په کې ګډون ولري).


د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو لپاره د کاندیدانو کمپاینونه د دلو له دیارلسمې پیل او د حمل تر دیارلسمې نیټې به دوام وکړي.

ټاکل شوې ده، د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په شپاړسمه نیټه ترسره شي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG