د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

د اسلامي حرکت په نوم یوه ګوند له عبدالله عبدالله نه ملاتړ اعلان کړ


د افغانستان د اسلامي حرکت په نوم یوه ګوند د راتلونکو انتخاباتو لپاره له یوه کاندید عبدالله عبدالله نه ملاتړ اعلان کړ.

په کابل کې د دې ګوند پلویانو ته په غونډه کې ښاغلي عبدالله ژمنه وکړه، چې که په انتخاباتو کې بریالی شو نو د سولې ټینګښت او ملي یووالي ته به ډير کار وکړي.

د جمهوري ریاست له کاندیدانو نه د ځینو سیاسي ګوندونو او بنسټونو د ملاتړ پر دوام د افغانستان د اسلامي حرکت په نوم یوه ګوند د عبدالله عبدالله له کاندیداتورۍ نه ملاتړ اعلان کړ.

د دې ګوند غړیو د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د جمهوري ریاست لپاره د کاندید عبدالله کاري پروګرامونه ګټور وبلل.

د اسلامي حرکت ګوند مشر عبدالغني کاظمي له عبدالله عبدالله نه خپل ملاتړ داسې اعلان کړ:

"د افغانستان د اسلامي حرکت ګوند په بشپړه توګه د اصلاحاتو او همګرايي له ټیم د ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله له کاندیداتورۍ او د هغه له مرستیالانو نه خپل ملاتړ اعلانوي."

د دې ګوند غړیو له عبدالله عبدالله نه وغوښتل چې د بریالي کیدو په صورت کې ملي وحدت پیاوړی کړي.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله وایي چې که بریالۍ شي نو په هیواد کې به د سولې ټينګښت او ملي یووالي ته کار وکړي:

"له خدای پاک ج سره په ژمنې او د خلکو په ملاتړ موږ تبیعض نه کوو، نفاق نه غواړو، په هیواد کې د بې اتفاقۍ د رامنځ ته کیدو په خلاف یو او مونږ ځان د افغانستان د ټولو خلکو د خدمت لپاره ژمن بولو.

موږ د افغانستان په سیستم کې د اصلاحاتو غوښتنه کوو."

له اداري فساد سره مبارزه، د قانون حاکمیت، د ښځو او ماشومانو حقونو ته پاملرنه هغه مسایل و چې عبدالله عبدالله د یاد ګوند د غړو غونډې ته په وینا کې وکړې.

خو یو شمیر کتونکي بیا وایي چې ټول کاندیدان باید خلکو ته یواځې هغه وعدې ورکړي چې وروسته یې عملي کړای شي.

دوی وایي، ډیرکله کاندیدان خلکو سره ډیرې ژمنې کوي خو وروسته یې په عملي کیدو کې پاتې راځي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG