د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره ډاکټر عبدالله عبدالله له یوه وسله وال بریده روغ ووت.
د سروبي ولسوالۍ امنیه قومندان ميرسلام ادم خیل ازادۍ راډيو ته د ټیلیفون په لیکه وویل، د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډاکټرعبدالله عبدالله، چې له ننګرهار د کابل په لور روان نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د سروبي ولسوالۍ د ورېښمين تنګي په سیمه کې پرې وسله وال برید وشو، چې یوازې د سروبي ولسوالۍ یو امنيتي سرتیری ټپي شوی، نور چاته زیان نه دی رسیدلی.
نوموړي وويل، چې په یاده سیمه کې د سروبي ولسوالۍ پولیسو د ناڅرګندو وسله والو برید په شا وتنباوه.
د ویلو ده، چې ډاکټرعبدالله عبدالله تیره ورځ ننګرهار د خپل کمپاین په موخه راغلی و.
خپله د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو په دې اړه تراوسه رسنیو سره څه نه دي شریک کړي.
بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته په راستولي پیغام کې د دې برید مسولیت په غاړه اخیستی او په خبره يې، چې په دې برید کې يې درې تنه وژلي او نور ګڼ يي ټپيان کړي دي، خو د سروبي ولسوالۍ امنيتي چارواکي بیا دا ادعا نه مني.