د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۳

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ولایتي غړي به له لوړې وروسته کار پیل کړي


په پام کې ده چې؛ د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ولایتي دفترونو غړي له لوړې وروسته خپل کار پیل کړي. دوی به د لوړې مراسم سبا سې شنبې پرځای کړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، د خپلو ولایتي دفترونو لپاره یې وړ کسان استخدام کړي دي.

په پام کې ده چې؛ د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ولايتي دفترونه د سې شنبې په ورځ په کار پیل وکړي.

د دوی دنده به د هېواد په 34 ولایتونو کې د انتخاباتي شکایتونو او سرغړونو څېړنه وي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادرمحسني له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د هېواد په ولایتونو کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په اړه د شکایتونو او سرغړونو څېړنه سبا سه شنبې پیلېږي:

"د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ولایتي کمیسیونونه به د سې شنبې په ورځ رسما د لوړې مراسم پرځای کړي او په کار به پیل وکړي.

دوی ټول 102 کسان دي. د هر ولایتي کمیسیون لپاره له قانون سره سم درې کسان په پام کې نیول شوي چې ټولو ولایاتو ته به ځي."


د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ولایتي دفترونو غړي مکلف بلل شوي چې؛ د انتخاباتي شکایتونو او سرغړونو د څېړنې په برخه کې به خپله بشپړه بې طرفي ساتي.

خو ایا د کمیسیون له خوا غوره شوي کسان به په رښتیا بې پرې پاتې شي او ایا په استخدام کې به د دوی مسلکي وړتیا په پام کې نیول شوي وي؟

د کمیسیون ویاند ښاغلی محسني دې پوښتنې ته ځواب ووایي:

"دا اصل پوره په پام کې نیول شوی دی. موږ د هغو اته سوه کسانو له ډلې چې د انتخاباتي شکایتونو په ولایتي دفترونو کې د کار لپاره یې مراجعه کړې وه تر ټولو وړ کسان په دوو پړاوونو کې غوره کړل.

موږ هڅه وکړه هغه کسان ونیسو چې له هر پلوه په شرایطو برابر، خپلواک او هېواد پال کسان وي."


د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په داسې حال کې د هېواد په ولایاتو کې خپل کار پیلوي چې دې کمیسیون لادمخه په انتخاباتو کې د څو ولاړو کاندیدانو په اړه شکایتونه ثبت کړي او څېړلي دي.

د دې کمیسیون د کار د څرنګوالي په اړه ځینې انتقادونه هم شته. د مدني ټولنو یو شمېر غړي او ځیني څارونکي وايي، چارواکو د دې کمیسیون د غړو په ټاکلو کې له خپل نفوذ څخه کار اخیستی خو په دې وروستیو کې چې دې کمیسیون څو کاندیدان په سرغړونو تورن کړل ځینو نورو فعالانو پر دې کمیسیون تور ولګاوه چې د زورورو کاندیدانو په وړاندې چوپه خوله پاتې شوی.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دا دواړه تورونه رد کړي دي.
XS
SM
MD
LG