د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

درېيو کانديدانو د ازادۍ راډيو په مناظره کې خپل پروګرامونه تشرېح کړل


د ازادۍ راډيو د لومړۍ مناظرې عکس
د ازادۍ راډيو د لومړۍ مناظرې عکس
نن یکشنبې د جمهوري رياست درېيو نورو کانديدانو اشرف غني احمدزي، محمدنادر نعیم او هدایت امین ارسلا د آزادۍ راډیو او ملي راډیو ټلویزیون په ګډه ملي مناظره کې برخه واخیسته.

په پام کې وه چې زلمی رسول او قیوم کرزی هم په نننۍ مناظره کې ګډون وکړي خو په وروستۍ شیبه کې یې په مناظره کې له ګډونه ډډه وکړه.

په دې مناظره کې چې د آزادۍ او مشال راډیو سیمه ییز ریس اکبر ایازي مخ ته یوړه، له کاندیدانو د هغو مسایلو په اړه چې د افغانستان د خلکو لپاره مهم دي او غواړي پوه شي کاندیدان یې په اړه څه وایي، پوښتنې وشوې.

کاندیدانو، په افغانستان کې د سولې او امن د ټینګښت، د اقتصاد د پیاوړي کېدو
د یوې سالمې ادارې د رامنځ ته کولو، د بېکارۍ د له منځه وړلو په تیره بیا د ځوانانو لپاره د کارموندنې او د ښځو د حقونو د تامین په اړه خبرې وکړې.

لومړی د جمهوري ریاست کاندیدانو ته وخت ورکړل شو چې د خپلو پروګرامونو په اړه لنډه رڼا واچوي.

اشرف غني احمدزي وویل، یو قوي دولت به چې د خلکو هیلې پوره کړای شي جوړ کړي.

هدایت امین ارسلا وویل، کوښښ به وکړي چې په هیواد کې جنګ ختم او سوله ټینګه شي او دې هدف ته په رسیدو کې یوه سالمه اداره هم مهم رول لرلی شي، شي چې دی به یې د جوړیدو هڅه وکړي.

نادر نعیم هم په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګښت ټینګار وکړ چې د ده په وینا له دې پرته ملي اهدافو ته رسیدل ګران دي او که قدرت ته ورسیږی هڅه به وکړي چې د حکومت او ملت ترمنځ فاصله له منځه یوسي.

د کابینې د جوړولو معیارونه؟

په دې اړه چې کاندیدانو د خپل لومړي او دويم مرستیال په غوره کېدو او د کابینې د جوړولو په اړه کوم معیارونه په پام کې نیولي، اکثرو کاندیدانو د پاکو، تجربه لرونکو، او هغو کسانو چې په فساد کې ښکیل نه وي او لاسونه یې د خلکو په وینو سره نه وي، یادونه وکړه او ویې ویل چې که د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسیږي نو به له دغو کسانو جوړه یوه سالمه اداره رامنځته کړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د جهاد په کلونو کې په سلګونو زره کسان وژل شوي خو له دغه جهاد څخه محدودو کسانو ګټه پورته کړې او پورته کوي یې، دوی به څنګه کولای شي چې دغه حالت بدل کړي؟ ټول کاندیدان په دې برخه کې تقریبا په یوه خوله وو، چې پرې به نږدې نور د جهاد له نوم څخه څوک ناوړه ګټه پورته کړي.

د اقتصاد په برخه کې:

د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو په اړه چې تر اوسه د دې هیواد اقتصاد پربهرنیو مرستو متکې و او د دې ویره هم شته چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره ښایي نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرستې کمې کړي کاندیدانو خپل اقتصادي پروګرامونه تشریح کړل.

ښاغلي نعیم د افغانستان له منابعو څخه ګټه اخیستنه او د ښو اقتصادی پلانونو یادونه وکړه.

اشرف غني احمدزي وویل، دی په دې باور دی چې نړیوالې مرستې به له افغانستان سره دوام وکړی او د اقتصاد د سمبالتیا لپاره به ښه مدیریت رامنځته کړي. هغه وویل، په افغانستان کې پانګه شته خو باید په سمه توګه وکارول شي. احمدزي وویل، د افغانستان اقتصاد چې اوس مصرفي دی بایدپه تولیدي بدل شي.

ښاغلي ارسلا هم د پانګونې د جلبولو لپاره پرښې حکومتدارۍ ټینګار وکړ.

سوله او امنیت:

اشرف غني احمدزي په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت ته په اشاره وویل چې سوله او امنیت درې بعدونه لري، داخلي، سیمه ییز او نړیوال چې د درې واړو لپاره باید کار وشي.

ارسلا وویل، باید د سولې خبرې صادقانه او جدي مخ ته یوسو او زیاته یې کړه چې سوله یواځې په خبرو هم نشي ترلاسه کیدای بلکې باید ښه حکومتداري رامنځته کړو، فساد او بېوزلي له منځه یوسي ترڅو مخالفین هم پر موږ اعتماد وکړي.
د جمهوري ریاست بل کاندید نعیم وویل، د سولې لپاره باید یو داسې میکانیزم رامنځته شي چې د مخالفینو لپاره د منلو وړ وي. موږ غواړو چې محلي شوراګانې جوړې کړو او ښځو ته به هم په دې خبرو کې ونډه ورکړو.

د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون:

د دې پوښتنې په ځواب کې چې له امریکا سره امنیتي تړون تر اوسه نه دی لاسلیک شوی او کرزي دغه تړون ته شرایط ایښي دي. ایا تاسو به هم پردغو شرایطو دریږي او که به هغه لاسلیک کوی؟

ټولو کاندیدانو په دې ټینګار وکړ چې د دغه تړون پر موادو خبرې شوي او د افغانستان خلکو دغه تړون ته مثبته رایه ورکړې او دوی هم ورسره مخالفت نه لري.

کاندیدانو دې ته هم اشاره وکړه چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام لپاره دغه تړون مهم دی چې لاسلیک شي.

د ښځو د حقونو په اړه:

کاندیدانو دغه راز وویل چې د ښځو د حقونو لپاره به هڅه وکړي چی په دې برخه کې د تیرو دیارلسو کلونو لاس ته راوړنې وساتي او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی مخه به ونیسي.

د جمهوري ریاست کاندید نعیم تالار ته چې خلک ناست وو، ورغی او په هغه ځای کی ودرید چیرې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي یوه قرباني ناسته وه. اختربي بي ته یې وویل چې دی شرمیږي چې پر دې دغسې ظلم شوی او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملیونه یې د سختې سزا ورکولو پر مسئلې ټینګار وکړ.

ارسلا هم ورته نظر درلود او ویې ویل چې قانون باید سم تطبیق شي او عاملیونو ته یې باید جدي سزاوې ورکړل شی.

اشرف غني اختر بي بي ته په خطاب کې وویل چې که ولسمشر شي دی به هره میاشت خبر اخلي.

د بېکاري له منځه وړل:

درې واړو کاندیدانو په افغانستان کې د بېکارۍ د له منځه وړلو په تیره بیا د ځوانانانو لپاره چې نن ورځ د بېکارانو لوی قشر تشکیلوي، وویل چې دوی د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو کې پروګرامونه لري چې په عملي کیدو سره به یې ډیر ځوانان په کارونو وګمارل شي.

د یادونې وړده چې د جمهوري ریاست د يوولسو کانديدانو له جملې څلورو یې د شنبې په ورځ د ازادۍ راډيو او ملي راډيو- ټلويزيون په ګډه ملي مناظره کې برخه اخیستی وه.

پر زلمي رسول او قیوم کرزي سربیره چې نن یې په مناظره کې له ګډونه ډډه وکړه، مخکې عبدالله عبدالله او عبدالرب رسول سیاف ویلي و چې په دې مناظرو کې برخه نه اخلي.

د ولسمشرۍ د کانديدانو دغه مناظره د ازادي راډیو او ملي راډيو ټلويزيون په همکارۍ جوړه شوې وه.
XS
SM
MD
LG