د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۷

صدیقي: د رايي ورکولو ۲۴مرکزونه بیرته فعالوو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د رایې ورکولو د څلورسوو څوارلسو غیر فعالو مرکزونو څخه څلوریشت مرکزونه بیرته فعال کړي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ یوه خبرې کنفرانس ته وویل، چې هڅې کوي چې د رایې ورکولو یو شمېر غیر فعال نور مرکزونه هم په نږدې ورځو کې پرانیزي.

پخوا امنیتي ځواکونو ویلي و، چې د رایې ورکولو د څلور سوو څوارلسو مرکزونو امنیت نه شي نیولای.

په عین وخت کې په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي هم تاییدوي، چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې دا مرکزونه پرانیستل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د رایې ورکولو له څلورویشت نویو مرکزونو څخه چې امنیت به یې ټینګ شي نولس په غور، دوه په بدخشان او درې په کاپیسا کې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صیق صدیقي د یکشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل، د انتخاباتو او انتخاباتي کمپاینونو د امنیت د ټینګولو لپاره په بېلابېلو سیمو کې پوځي عملیات دوام لري.

ښاغلی صدیقي په دې اړه وویل:

"په تېره اونۍ موږ یو شمېر زیات پوځي عملیاتونه ترسره کړل چې به نتیجه کې یې ۴۱۴ مرکزونه چې غیر فعال وو د هغې جملې څخه ۲۴ مرکزونه بیرته فعال شول په کاپیسا، غور او بدخشان ولایتونو کې"

صدیقي دا مني چې؛ ۳۹۰ انتخاباتي مرکزونه په مختلفو ولایتونو کې غیر فعال دي.

خو نوموړي وویل، هڅې روانې دي چې دا مرکزونه هم فعال شي.

ښاغلی صدیقي وايي، چې په تېره اونۍ کې د جمهوري ریاست د انتخاباتي کمپاینونو د امنیت د ښه تامینولو په هدف په بېلابېلو ولایتونو کې ۹۲ پوځي عملیات شوي.

د جمهوري ریاست انتخاباتي کمپاینونونه د دلوې د میاشتې په دیارلسمه نېټه پیل شول.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازې سیما جویند له آزادۍ راډیو سره په خبرو کز د کورنیو چارو وزارت له دې اقدام څخه تود هرکلي وکړ.

اغلې جویند وايي، مخکې په غور ولایت ګې محدود انتخاباتي مرکزونه فعال :

"موږ ډیر خوشحاله شو چې څو انتخاباتي مرکزونه په غور کې پرانیستل شول او دامسله به په نتخاباتو کې د خلکو د لیوالتیا سبب وګرځي او خلکو ته به د هیلو یوه دروازه پرانیستل شي."

میرمن جویند زیاتوي چې؛ په غور کې به د نولسو نویو مزکزونو په پرانیستلو سره به لا ډير خلک په دغه کې رایه ورکړل شي.

څه موده وړاندې چې د کورنیو چارو وزارت خپل امنیتي پلان اعلان کړ د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ځینو غړو دا پلان له واقعیته لرې وباله.

په دې پلان کې راغلي وو چې د رایې ورکولو له څه باندې شپږ زرو او اته سوو مرکزونو څخه یوازې د څلور سوو څوارلسو مرکزونو امنیت نشي ټینګیدای.

خو ځینو وکیلانو او سناتورانو وویل، اوسنیو امنیتي خطرونو ته په کتو ښايي تر دې د ډیرو مرکزونو امنیت ټینګ نشي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG