د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

د پکتيا اوسیدونکي: د مناظرو په اورېدو سره به ښه راتلونکی ولسمشر وټاکو


د پکتيا اوسېدونکي وايي، چې تېره ورځ يې د ازادۍ راډيو او ملي راډيو نه خپرېدونکې مناظرې نه ګټه پورته کړې او نن ورځ هم انتظار باسي چې د دغې مناظرې پاتې برخه تعقيب کړي.

د ازادۍ راډيو او ملي راډيو ټلويزون څخه د خپرېدونکې ملي مناظرې د لومړۍ برخې په اړه د پکتيا اوسېدونکي ښه نظر لري او وايي، چې له دغې مناظرې يې ډېره استفاده کړې او په دې خوشاله دي چې دغه مناظره په ټولو غرنيو سيمو کې هم اورېدل شوې ده.

دوی وايي، چې د پکتيا اکثريت سيمې غرنۍ دي چې هلته ټلويزون او اېف اېم راډيوګانې بيخي کار نه کوي او يوازې د ازادۍ راډيو له لارې خلک له مهمو مسايلو خبريږي، نو دغه مناظره هم د ډېرو لرو پرتو غرنيو سيمو خلکو د ذهنيت په بدلولو کې ډېر رول لرلای شي.

د پکتيا اوسېدونکي وايي، چې د همدې او ورته نورو مناظرو په اورېدو سره به دوی په دې وتوانيږي چې د راتلونکي ولسمشر ټاکنه وکړي:

”د ازادۍ راډيو مناظره په دې ډېره ښه وه چې ډېر خلک به ترې ګټه واخلي، ځکه د پکتيا ولايت ډېر اوسېدونکي په غرنيو سيمو کې دي هواره ډېره نشته او د غرونو خلک يوازې د همدې لارې خبريږي.“

” موږ له ازادۍ راډيو مننه کوو، ډېر خلک به په دې وپوهيږي چې په افغانستان کې څوک د دې وړتيا لري چې راتلونکی له بحرانه وژغوري او دې هيواد ته په ګټه تمام شي او داسې مناظرې ډېرې ښې ګټې لري “

دغه خلک که څه هم په مناظره خوښي څرګندوي خو ځينې داسې کسان هم شته چې غوښتنه کوي وايي چې که د دوو يا دريو مخکښو کانديدانو سره مناظرې جوړې شي او يو خپل پلانونه تشريح کړي او يو د بل په پلان نيوکې وکړي دا به لا هم د خلکو په ذهنونو روښانه کولو کې ډېر رول ولوبوي:

” دا مناظره ښه وه چې خپره شوه، خو که يو بل کار هم وشي، چې د ددو يا دريو کانديدانو سره ورته مناظرې جوړې شي او هغوی خپل پلانونه تشريح کړي او بيا پرېښودل شي د نورې نړۍ غوندې چې يو د بل په پلانونو نيوکې وکړي، دا به ډېره ښه وي“

په پکتيا کې د مدني ټولنو فعالانو هم تېره ورځ دغه مناظره تعقيب کړې، وايي چې د دې مناظرې پايلې ورته مثبتې ښکاري او خلک به له دې لارې په دې وپوهيږي چې د هيواد د راتلونکي له پاره چاته رايه ورکړي.

ډاکټر عبدالهادي حماس وايي چې له دې لارې به خلک په دې وپوهېږي چې څوک د دې وړتيا لري چې د افغانستان ولسمشر شي:

” په لومړي سر کې د ازادۍ راډيو نه مننه چې داسې يو پروګرام يې برابر کړ او دا يوازينۍ لاره ده چې خلک په دې پوهولای شو چې چاته رايه ورکړي او بل داسې مناظرې په ولس کې د درک ځواک پيدا کوي او په دومره ډېرو کسانو کې د خپلې خوښې کس پيدا کوي او د دې وړ يې ګڼي چې ولسمشر شي “

دا ملي مناظره چې په دوو برخو وېشل شوې وه، يوه برخه يې تېره ورځ په ژوندۍ بڼه خپره شوه او يوه برخه به يې نن ورځ له څلورو بجو وروسته د ازادۍ راډيو په څپو او ملي راډيو ټلويزون له لارې خپريږي.

راپور – داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG