له کله نه، چې د راتلوونکو ولسمشریزو نوماندانو کمپاینونه په رسمي ډول پيل شوي، د ډیرو نوماندانو تبليغاتي غونډې د ولایتونو په مرکزونو او د کابل ښار اړوند په بېلابېلو ځایونو کې ترسره کيږي.
له هغه وخت راهیسې په یو شمېر رسینو کې د نوماندانو ترمنځ مناظرې هم ترسره شوي، خو دا مناظرې یوازې د ولایتونو په مرکزونو کې ننداره شوي او د لیرو پرتو سیمو ډیری خلک د نوماندانو د تګ لارو او د هغوي د پيژندلو نه ناخبره دي.
نو په همدې خاطر په لیرو پرتو سیمو کې ډيری ولسونو انتظار ویستو، چې د ازادۍ راډیو له لارې مناظره ننداره واوري او بلاخره هغه وخت هم راورسیده، چې لومړی مناظره د شنبې ورځې د مازدیګر له څلور بجو نیولې تر شپږو بجو پورې د ملي ټلویزیون، ازادۍ راډیو او د ازادۍ راډیو او ماشال راډيو د ویب پاڼو له لارې هم په ژوندۍ بڼه خپره شوه.
د دغې مناظرې ننداره چيانو او اوریدونکو خوښي ښکاره کړه، چې د نوماندانو په اړه د دوی ډيرې پوښتنې په دې مناظره کې جواب شوې، چې په دې اړه د مناظرې یوه لیدونکي اسرار باچا وویل:
"دا مناظره ډيره ښه وه،ما د دې کاندیدانو په اړه معلومات نه لرل، چې دوی څه کوي څه يي هدف دی، اوس مې په اړه معلومات تر لاسه کړل، بل هغه پوښتنې، چې ما سره په ذهن کې وې هماغه ډول پوښتنې به ترې کیدلې."
دا رنګه له اچين ولسوالۍ څخه د ازادۍ راډیو اوریدونکي هم د ټیلیفون په لیکه وویل، چې ده او ورسره ملګرو هم دا مناظره تر پایه تعقیب کړه.
خو نوموړي وویل، چې د نوماندانو وعدې ښې وې، خو په دې نه دي ډاډمن،چې دا وعدې به پوره کړي او که څنګه؟ نوموړی وايي:
"دلته زموږ ځای کې خو تلویزیون نه نیول کیږي، سهار مې د ازادۍ راډیو نه د مناظرې اعلان واورید، موږ ټول ورته ناست و، وامې وریدله، چې ویل به يي که ولسمشر شم دا به کوم دا به کوم او دا به کوم، خو د دوی ټولو نه زموږ غوښتنه ده، چې هر یو که واک ته رسیږي لومړی د امنیت او سولې خبره مخکې کړي، ځکه دا بنیادي دي"
په دې مناظره کې د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره څلور تنو نوماندانو ګل اغاشیرزي، قطب الدین هلال، محمد داود سلطان زوی او رحیم وردګ په کې برخه اخیستې وه.
ټاکل شوې ده، چې د یکشنبې په مازیګر د مناظرې په دویمه ورځ پینځه تنه نور نوماندان هم په مناظره کې برخه واخلي، ترڅو ولسونو ته د نوماندانو تګ لارې او موخې ښه روښانه شي.
ننګرهار: شاه محمود شینواری