د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

څلورو کانديدانو د ازادۍ راډيو په مناظره کې پر خپلو پروګرامونو خبرې وکړې


د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ د ۱۱ کاندیدانو ترمنځ د مناظرې لومړۍ برخه نن له ازادي راډیو، ملي راډیو تلویزیون او د ازادۍ راډیو له ویبپاڼو په مستقیم ډول خپره شوه.
په دې مناظره کې، چې د افغانستان په وخت د مازدیګر له څلورو د ماښام تر ۶ بجو یې دوام وکړ، عبدالرحیم وردک، داوود سلطانزوی، قطب الدین هلال او ګل اغا شېرزي ګډون درلود.
د مناظرې چلوونکي او ازادي او مشال راډیوګانو مشر اکبر ایازي وویل چې د ولسمشرۍ ټولو ۱۱ کاندیدانو ته په مناظره کې د ګډون بلنه ورکړای شوې وه خو دوو کاندیدانو ښاغلیو عبد الله عبدالله او عبدالرب رسول سیاف حاضر نه شول چې په دې مستقیمه خپرونه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې د پنځو نورو کاندانو ترمنځ مناظره سبا په ورته وخت ترسره شي.
له کاندیدانو څخه لومړۍ پوښتنه دا وه چې د ولسمشر کېدو په صورت کې به یې لومړنی کار څه وي؟
جنرال عبدالرحیم وردک له اداري فساد سره مبارزه خپل لومړنی هدف وباله، خو ښاغلي شېرزي د پاکې کابینې معرفي کول وبلل.
داوود سلطانزوی بیا د سیاسي فساد له منځه وړل مهم وبلل، چې د ده په وینا د بون له لومړي کنفرانس څخه پیل شوی خو قطب الدین هلال په افغانستان کې بدلون راوستل ضروري وباله.
له ښاغلي بلال څخه د بدلون د هدف په اړه وپوښټل شول، ده په ځواب کې وویل چې اوسنی وضعیت باید دوام ونه کړي ځکه چې که دا حالت دوام وکړي په ټولنه کې پرمختګ نه شي راتلای.
د ولسمشرۍ کاندید ګل اقا شېرزي دا نظر رد کړ چې د افغانستان د سولې کیلي د امریکا او پاکستان په لاس کې ده.
ده ته ورته نظر داوود سلطانزوی او جنرال وردک څرګند کړ.
خو وردک وویل چې تر امریکا د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول زیات دی ځکه چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان په دغه هیواد کې اوسي.
خو قطب الدین هلال د حکومت کمزورتیاوې، پر او له بې پرې کسانو څخه د جوړې جرګې له لارې د سولې هڅې یې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره لازمې وبللې.
دروکاندیدانو په تدریجي ډول د ملي اردو د مکلفیت د دورې ملاتړ وکړ.
خو جنرال وردک د هغو عواملو د یادولو تر څنګ چې له کبله یې د ملي اردو سرتېري د مکلفیت پر ځای د معاش په مقابل کې استخدام شول، څرګند کړل، ویې ویل:
د ولسمشرۍ بل کاندید ګل اقا شېرزي د اردو قربانۍ وستایې خو ویې ویل چې پکار وه مجاهدین او جهادي قومندانان پکې ګومارل شوي وای.
جنرال وردک، دواوود سلطانزوی او ګل اغا شېرزي د قطب الدین هلال له دې نظر سره موافق نه ول چې د افغانستان تر اوسنی اردو پخوانۍ مسلکي او د لوړ ظرفیت درلودوونکې وې.
د فقر او بېوزلۍ په اړه داوودسلطانزوی وویل چې په هغو پیسو به دا ستونزه کمه کړي چې په فساد کې ضایع کېږي.
خو ښاغلي هلال پر لوړو زده کړو تاکید وکړ.
ګل اغا شېرزي امنیت د فقر د له منځه وړلو لومړنۍ لازمه وبلله. ده د د صادراتو د زیاتېدا او د کانونو د استخراج له لارې خلکو ته د کار موندل د فقر د کمولو لپاره ګټورې لارې وبللې.
خو جنرال وردک وویل چې په پنځو کلونو کې د کرنیزو تولیداتو او د هغو د صادراتو له لارې د افغانستان عواید په کال کې ۵ ملیارد ډالرو ته ډېرولی شي.
ښاغلیو وردک او شېرزي د افغانستان په حکومت کې د جګړه مارو موجودیت د ستونزو سبب وباله.
هلال وویل چې د افغانستان په حکومت کې پر روابطو ضوابط واکمن دي.
د مناظرې په ترڅ کې د اختره بي بي په نوم یوه ښځه، چې پر مخ یې تېزاب پاشل شوي، د کاندیدانو مخته ودرېده.
له کاندیدانو څخه وپوښتل شول چې د ښځو پرضد د دا ډول تشدد د مخنیوي لپاره به څه وکړي؟
څلور واړو کاندیدانو د ښځو پرضد د تشدد پرخلاف د هلوځلو ژمنې وکړې.
XS
SM
MD
LG