په انتخاباتي کمپيانونو کې له دولتي وسایلو نه کار اخیستلو نه یواځې د انتخاباتي شکایتونو کمیسون بلکې د جمهوري ځينې ریاست کاندیدان؛ د مدني ټولنو غړي، سیاسي ګوندونه او د انتخاباتو څارونکي هم اندیښمن کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې؛ په تېرو څو میاشتو کې یې د ځینو کاندیدانو په کمپاینونو کې له دولتي وسایلو نه د کار اخیستلو په تور څه باندې لس پولیس له دندې لیرې کړي دي.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې؛ افغان پولیس اړ دي څو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې بې طرفه واوسي.
"د کورنیو چارو وزارت په دې هکله ډیر جدي برخورد کوي؛ په مجموع کې موږ په تېرو څو میاشتو کې له لسو نه تر دولسو هغه موارد درلودل چې؛ ځینې پولیس زموږ د کشفي بنسټونو له خوا وپېژندل شول او دندو لیرې شول.
موږ ډیر جدي او قانوني چلند کوو، پولیس به په ټول افغانستان کې د خلکو په خدمت کې وي؛ تر څو انتخابات د امن په فضا کې ترسره شي."
صدیقي وایي، که په راتلونکې کې هم کوم پولیس د کوم کاندید په کمپاین کې له دولتي وسایلو نه کار واخیستله نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د کورنیو چارو وزارت په دې هکله یوه خبرپاڼه هم خپره کړې او په کې راغلي، هر هغه پولیس چې غواړي د کوم کاندید په کمپاین کې برخه واخلي نو باید له خپلې دندې استعغې ورکړي.
بل خوا د انتخاباتي شکایتونو کمیسون مسوولین هم انديښنه څرګندوي چې؛ له دولتي وسایلو نه د کار اخیستلو په هکله ځينې شکایتونه ورته رسیدلي دي.
د دې کمیسون ویاند نادر محسني آزادي راډیو ته وویل چې؛ د دې شکایتونو څېړل به راتلونکې اوونۍ پیل شي.
"موږ هم د دې موضوع په هکله اندیښمن یو، باید چې په کمپاینونو کې له دولتي وسایلونو نه د کوم ځانګړي کاندید په ګټه کار وانه خیستل شي.
په ځانګړې توګه موږ د پولیسو له وسایلو نه د کار اخیستلو په هکله اندیښمن یو.
د شنبې په ورځ موږ د یو ځانګړي کاندید د کمپاین پر مهال له دولتي وسایلو نه د کار اخیستلو په هکله یوه علني غونډه لرو."
د سیاسي چارو یو شمېر کتونکي او د انتخاباتو څارونکي وایي چې؛ د کاندیدانو په کمپاینونو کې له دولتي وسایلو نه کار اخیستل د انتخاباتو شافیت تر پوښتنې لاندې راولي.
دا په داسې حال کې ده چې، افغان حکومت تل وایي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې له دولتي وسایلو نه په انتخاباتي کمپيانونو کې د کوم کاندید په ګټه یا تاوان کار واخلي.
ولسمشر کرزي د وزیرانو شورا د تیرې دوشنبې ورځې په غونډه کې ټولو دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه والیانو او وزیرانو ته امر وکړ چې؛ په انتخاباتو کې له دولتي امکاناتو نه د کوم کاندید په ګټه یا تاوان کار وانه خلی.
د جمهوري ریاست د یوولسو کاندیدانو انتخاباتي کمپيانونه د دلو په دیارلسمه نېټه پیل او د حمل تر دیارلسمې به دوام وکړي.
راپور: جمیله ظریف