د افغانستان د اسماعیلیه وو سراسري شورا او د ملي پیوند ګوند په راتلونکو انتخاباتو کې د کاندید اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ.
د افغانستان د اسماعیلیه و د شورا او د ملي پیوند حزب مشر سید منصور نادري وایي، دغه پریکړه یې د خپلو ملاتړ کوونکو او متحدینو سره له څو میاشتو بحث وروسته کړي.
په ورته وخت کې اشرف غني احمدزي ژمنه وکړه چې په انتخاباتو کې د بریالیتوب وروسته به په افغانستان کې د اسماعلیه مذهب پیروان له محرومیته خلاصوي.
د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزو په دوولسمه ورځ د ملي پیوند حزب او د افغانستان د اسماعیلیه و سراسري شورا، د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره له کاندید اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان وکړ.
د افغانستان د اسماعیلیه و د شورا رهبر او د ملي پیوند ګوند مشر سید منصور نادري د پنجشنبې په ورځ د لویي جرګې په خیمه کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل، له میاشتو میاشتو مشورو وروسته یې له ښاغلي احمدزي نه د ملاتړ پریکړه کړې:
(د قدرمن ډاکتر صاحب اشرف غني احمدزي د پروګرامونو له دقیقې ارزونې وروسته چې د څو میاشتو راهیسي د اسماعیلیه و د شورا او په دغه ګوند پورې د تړلو غړوله لوري شوي موږ پریکړ وکړه، چې د ډاکتر صیب اشرف غني احمدزي له کاندیداتورۍ څخه خپل سیاسي ملاتړ اعلان کړم.)
تردې مخکې افغان ملت ګوند، د پير سید احمد ګیلاني په مشرۍ د ملي محاذ ګوند او د فکر او د علي احمد جلالي په مشرۍ د فکر او عمل جرګې له ښاغلي احمدزي نه ملاتړ اعلان کړی و.
په دې غونډه کې اشرف غنې احمدزي ژمنه وکړه چې که د بریالیتوب په صورت کې به هڅه وکړی اسماعیلیان له محرومیت څخه وژغوري:
(زموږ قدرمند اسماعیلي وروڼه د افغانستان په تر ټولو محرومو سیمو کې ژوند کوي، دا محرومیت یې موږ ته د منلو وړ نه ده.
سید منصور اغا به نور د نورو د محرومو خلکو مسولیت پرغاړه اخلی زه جنرال صاحب دوستم، دانش صاحب او زموږ ټول ټیم به د اسماعیلیه و د محرومینو مسوولیت پرغاړه اخلو.)
په غونډه کې د اسمعیله و د فرقې یوه پیرو ازادي راډیو ته وویل، چې د خپل قومي مشر په وینا یې د احمدزي ملاتړ کړی او ترې هیله لري چې خپلې ژمنې عملي کړي:
(سید منصور زموږ استازی دی، موږ ته یې ویلي دا ټیم چې څه خبرې کوي عملي کوي یې.
موږ په دې خبرو پوره یقین لرو، چې عملي کوي یې او که عملي یې نه کړي نو هر مسوولیت د سید منصور په غاړه دی، موږ له هغه بیا پوښتنه کوو.)
د راپورونو په اساس د اسماعیلیه د مذهب پیروان په کابل ، بغلان ، بدخشان، قندز، تخار، بلخ، سمنګان، پروان، بامیان، او میدان وردګ ولایتونو کې ژوند کوي.
د جمهوري ریاست د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې د دلوې د میاشتې د دیارلسمې څخه پیل او د 1393.لمریز کال د حمل تر دیارلسمې خاتمه مومي.