د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

د ملي تعهد سازمان له هدایت امین ارسلا څخه خپل ملاتړ اعلان کړ


د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي تعهد سازمان د جمهوري ریاست د له یوه کاندید هدایت امین ارسلا څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

په دې سازمان کې یو شمېرهغه کسان هم راټول شوي ول، چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو له لومړني لست څخه حذف شوي وو.

ښاغلی ارسلا هم وايي، که چیرې په انتخاباتوکې ګټوونکي شي نو په لومړي قدم کې له نړېوالو سره خپلې اړیکې ښې کړي، څو په هېواد کې دایمي سوله راشي.

د جمهوري ریاست په روانو انتخاباتي کمپاینونوکې د بېلابېلو سازمانونو له خوا د یوه او بل کاندیده د ملاتړ بهیر روان دی.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي تعهد په نوم یوه سازمان د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو له هدایت امین ارسلا څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د اعلامیې په یوې برخه کې چې د یاد سازمان د یوه غړي سلیمان علي دوست له خوا ولوستل شوه راغلي:

"د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي تعهد، د هېواد د سرنوشت په غوره کولو، کې د انتخاباتو په دیموکراتیک بهیرکې د اکثریت اغېزې او تاثیر لپاره په جدي مطالعاتو سره او په پای کې د یوه ملي قدرت د جوړېدو لپاره، له جلالت ماب هدایت امین ارسلا نه د یوې وصل کوونکې نقطې او د افغانستان د ملت لپاره د درناوي وړ، له هر ډول تبعیض نه لیرې، با تحصیله او د هېواد په لویو مدیریتونو کې با تجربه شخصیت نه خپل ملاتړ اعلان کوو".

په یاد سازمان کې هغه کسان هم راټول شوي ول، چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو له لومړني لسته حذف شوي وو.

د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره کاندید هدایت امین ارسلا چې دې غونډې ته راغلی وو، په خپلې وینا کې وویل، که ولسمشر شي نو له نړېوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو سره به د افغانستان د اړیکو د لا ښه والي لپاره کار وکړي:

"په نړېواله ساحه کې،موږ غواړو له نړۍ سره نږدې اړیکې ولرو او اخر غواړو چې خپلې اړیکې له ګاونډیانو او سیمه يیزو هېوادونو سره ښې کړو او له دې لارې افغانستان په سیمه کې یو اقتصادي، تجارتي او ترانزیتي هېواد کړو، چې موږ په ښې حکومتداری او نړېوالو سیمه ییزو اړیکو د استحکام سره په دې برخه کې اقدام وکړو او سولې ته په اسانی لاره پیدا کړو."

د ښاغلي ارسلا په پینځه کلونو پروګرامونو کې د اداري فساد پرضد مبارزه، د قانون حاکمیت، د ښځو او ماشومانو حقونو ته درناوي او په ځانګړې ډول ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول شامل وو.

د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کمپاینونه د دلوې په دیارلسمه پیل شول چې د حمل د میاشتې تر دیارلسمې به دوام وکړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG