د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د نهضت اسلامي سازمان د عبدالله عبدالله نه ملاتړ اعلان کړ


د نهضت اسلامي په نامه یوه سازمان، جمهوري ریاست ته د کاندید عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.

په دې مناسبت د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوه غونډه جوړه شوې وه، چې د یاد سازمان ګڼو غړیو په کې ګډون کړی و.

د نهضت اسلامي د کنګرې مشر وویل، د ډاکترعبدالله عبدالله د انتخاباتي مبارزې کړن لاره یي مطالعه کړې ځکه یي ملاتړ کوي.

په انتخاباتي کمپاینونو کې له یوه او بل کاندیده د سیاسي ډلو د ملاتړ څرګندونو په لړ کې د افغانستان د اسلامي نهضت په نوم یوه سازمان د عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.

په دې مناسبت د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوه غونډه جوړه شوې وه، چې د یاد سازمان یو شمېر پلیوانو په کې برخه اخیستې وه.

د اسلامي نهضت مشر محمد مختار مصلح غونډې ته وویل، له دې امله د ښاغلي عبدالله ملاتړ کوي، چې د ده په باور کړن لاره یي د هېواد په ګټه دي:

"دلته ټول یو اواز شوي یو! عبداله عبداله او ټیم یي دی چې د خلکو بیرغ یي لوړ ساتلی او د خلکو د ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

نهضت اسلامي افغانستان له دې ټیمه ملاتړ کوي او د دوي د بریالیتوب لپاره ګام اخلي"


د افغانستان د اسلامي نهضت د کنګرې د مسئولینو د معلوماتو له مخې دا بنسټ په یو زرو درې سوه شپږدیرشم لمریز کال کې په هېواد کې جوړ شوی او د هېواد په ټولو ولایتونو کې غړي لري.

دوي دا هم وویل، په دې بنسټ کې د هر قوم او هرې سیمي اوسیدونکي او په تیره دیني عالمان شامل دي.

د یاد سازمان سلګونو غړو ته په وینا کې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته کاندید عبدالله عبدالله وویل، څه چې وايي، عمل به پرې وکړي:

"په دې محفل کې ستاسې شور او ولولې د انتخاباتي مبارزو یوه نمونه ده.

دا ټیم چې د خلکو له منځه راټوکېدلی او خلکو ته د ریښتیني خدمت ژمنه کوي، بیا هم ژمنه کوو! هغه څه چې تاسې ته وایو، انشاءاله هغه به په عمل کې ثابتوو"


د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته یوولس تنو ځانونه کاندید کړي دي.

د دوي انتخاباتي مبارزې د دلوې په دیارلسمه پیل شوي او د راتلونکي لمریز کال د حمل تر دیارلسمې به دوام وکړي.

د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو له پیل راهیسي ولیدل شول، چې ځینو ګوندونو او غیر دولتي ارګانونو د خپلې خوښې له کاندیدانو سره ملاتړ اعلان کړی دی.

کارپوهان وایي، د انتخاباتي مبارزو په جریان کې ممکن ځیني نور ګوندونه او ډلې هم، د ځینو کاندیدانو ملاتړ وکړي.

راپور: خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG