د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

نور: لاهم ۳کاندیدانو خپل د انتخاباتي لګښتونو حساب نه دی راکړی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، د جمهوري ریاست درېیو کاندیدانو د خپلو انتخاباتي مبارزو د لګښتونو په اړه دغه کمیسیون ته تراوسه حسابونه نه دي ورکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسولین دغه عمل د قانون پرخلاف بولي او وایي، که دغه کاندیدان ژر تر ژره خپل حسابونه ورنه کړي، نو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته به معرفي شي.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو ټولنه هم د انتخاباتي کمپاین پرمهال د کاندیدانو بانکي حسابونه د دغه بهیر د شفافیت لپاره مهم بولي.

په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو انتخاباتي مبارزو پنځه ورځي تیرې شوي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، تراوسه درېیو تنو کاندیدانو د خپلو مبارزو پرمهال د لګښتونو د څرنګوالي راپور دغه کمیسیون ته نه دی ورکړی.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نور ازادي راډیو ته وویل، چې دغو کاندیدانو باید د کمپاینونو ترپیل دمخه د انتخاباتو کمیسیون ته خپل حسابونه وړاندې کړي وای.

که څه هم ښاغلي نور د دغو کاندیدانو نومونه ونه ښودل، خو خبرداری یې ورکړ چې که دوي د پنجشنبې ورځې ترپایه د خپلو لګښتونو حساب ورنه کړي، د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون ته به معرفي شي:

"که چېرې تر ننه پورې دغه کار ترسره نه کړي، موږ د دوی په هکله پریکړه کوو چې باید د شکایتونو کمیسیون ته معرفي شي.

دا تخلف دی، ځکه چې دوي زموږ کړن لارو ته غاړه نه ده ایښې او تطبیق کړي یې نه دی.

بیا به د انتخاباتی شکایتونو د اوریدو کمیسیون د قوانینو په رڼا کې دا پریکړه وکړي، چې په کوم ډول دوي مجازات کوي."


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د لایحې له مخې د جمهوري ریاست هر کاندید مکلف دی، چې د انتخاباتو ترکمپاین دمخه د لګښتونو حساب باید له کمیسیون سره شریک کړي.

دغه راز د لایحې له مخې هرکاندید باید خپل مالي استازي هم د انتخاباتو کمیسیون ته ور وپیژني.

د قانون له مخې هیڅ کاندید حق نه لري، چې ترلس میلیونه افغانیو ډیرې پیسې په خپلو کمپاینونو کې مصرف کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو ټولنه فیفا وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مالي لایحه د انتخاباتو د شفافیت لپاره ډیره مهمه ده.

د دغې ټولني اجرایوي ریس جانداد سپین غرازادۍ راډیو ته وویل، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید د دغې لایحې د تطبیق په برخه کې جدي چلند وکړي:

"کله چې کمیسیون لایحه وضع کړه کاندیدان مکلف دي چې د هغه مطابق خپل مسولیت ادا کړي.

اوس چې دوي دا کار نه دی کړی نو کمیسیون کولای شي یا په مستقیم ډول دوي ته یو وخت وټاکي چې په هغه موده کې حساب ورکړل شي او که داسې ونه شي نو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون ته دې دا خبره راجع کړي او هغه کمیسیون به په دې برخه کې قانوني برخورد وکړي او دا کارونه ونه شي نو دا بیا د عدم شفافیت مساله ده."


د افغانستان د جمهوري ریاست ټولو یولسو کاندیدانو له پنځو ورځو راهیسي انتخاباتي کمپاین پیل کړی او د حمل د میاشتې تر دیارلسمې پورې به دوام وکړي.

دغه مبارزې د غونډو او مجلسونو په جوړولو او د ښارونو په بېلابېلو برخو کې د کاندیدانو د شعارونو او پوسترونو په نصبولو سره پیل شوي دي.

بل خوا داسې اندیښنې هم شته چې ښایي ځیني کاندیدان ترټاکل شوي معیار ډیرې پیسې په خپلو کمپاینونو ولګوي، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له وړاندې اعلان کړی چې د وضع شویو قوانینو او اصولو د تطبیق په برخه کې به جدي عمل کوي.
XS
SM
MD
LG