نجیب الله الوخېل
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د نوموړي ولایت ملکي او پوځي مسوولین همدارنګه د دولس ګونو ولسوالیو ولسوالان به د ټولټاکنو په بهیر کې خپله بې طرفي وساتي او که چیرې څوک د بې پري توبه د اصله سرغړونه وکړي نو په اړه به يې لاس په لاس اقدام کیږي او سرغړونکي به مجازات کیږي.
خوست والي عبدالجبار نعیمي ازادۍ راډیو سره په ځانګړو خبرو کې وویل، چې د ادارو د رئیسانو، امنیتي مسوولینو او ولسوالانو څخه يې په جلا، جلا ناستو او غونډو کې ژمنې اخیستي، چې نه یوازې دوی به په یاد ملي بهیر کې د کوم کاندید په ګټه د خپل حکومتي موقف نه ګټه نه پورته کوي، بلکې سرغړونکي به قانوناً مجازات کیږي:
"زه په خوست کې دکمپاین په امنیتي برخه کې اطمینان ورکوم، چې الحمدالله موږ دې له پاره د پلان مطابق ټولو مسوولینو خپل مسوولیت اخیستی دی او د خپلو مسوولیتونو سره سم به خپل وظایف اجراء کوي، په دې لاره به انشاالله ټول پلانونه په وخت او پلان سره سم تطبیقیږي.
موږ دې ته ژمن یو، موږ هم په نظامي شورا کې دا فیصله کړې ده، چې ټول قوتونه به د قانون سره سم خپلې چارې پرمخ بیايي، هېچاته به د دې اجازه نه ورکوي، چې د خپلې چوکۍ نه بده استفاده وکوي، که هر وخت داسې څه وشول نو ځای پر ځای به اقدام کیږي، هغه به قانوني مجازات کیږي، همدارنګه موږ د انتخاباتو کمیسیون چې په خوست کې دي، دلته يې مشرانو سره موږ غونډه درلودلې، هغوی که هر ډول شکایت درلودی، دوی کولای شي موږ ته مکتوبي او رسمي دا شکایت را انتقال کړي، د دوی د شکایاتو سره سم به موږ اجراات کوو."
عبدالجبار نعیمي ازادۍ راډيو سره د خبرو له لارې د ولسمشری ټولو نوماندانو ته بلنه ورکوي، چې په یاد ولایت کې خپلې ټاکنیزې مبارزې په ډاډه زړه تر سره کړي او خپلو پلویانو ته داسې پیغامونه ورکړي، چې نوموړی ملي بهیر په بریالیتوب سره سرته ورسیږي:
"دا چې د خوست خلک ډېر لیواله دي، چې د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي، موږ دلته یوولس کاندیدان لرو او هر کاندید کولای شي، په خوست کې دفتر ولري، فعالیت ولري، د انتخاباتو د کمیسیون د پریکړو سره سم دوی دلته خپل تلاشونه او فعالیتونه وکړي، دلته هر یو تن خپلو طرفدرانو ته خپلې برنامې تشریح کړي.
زه امیدواره یم د دوی تر منځ سالم رقابت او خلکو ته عامه پوهاوي کار پرمخ ولاړ شي او د وحدت او یوالي پیغامونه خپلو طرفدرانو ته ورکوي، تر څو دا ملي پروسه په ښه شکل او ښه ډول سره سرته ورسیږي."
خوست والي عبدالجبار نعیمي ټینګار کوي، چې دوی به په ټول توان هڅه کوي، تر څو په دې ولایت کې رڼې، ازادې او پر امنه فضاه کې راتلونکې ټولټاکنې ترسره شي، همدارنګه تر هغه وخته ټاکنیزې مبارزې هم په ښه ډول سرته ورسیږي:
"زموږ په اداري غونډه کې چې ټول رئیسان ناست وو، د ټولو سره مو دا موضوع شریکه کړې، د جلالتماب رئیس جمهور فرامین او احکام مو دوی ته ورسول، دوی ژمن دي، چې نه یوازې دوی به په دې عمل کوي، دوی به ګوري چې څوک تخطي کوي، هغه باید په ګوته کړي او هغو ته باید مجازات ورکړل شي، همداسې مو تېره ورځ له دولسو ولسوالانو سره غونډه درلوده، هغوی ته مو هم د بې طرفۍ او ټولې هغه چارې چې مسوولیت يې دوی ته متوجه کیږي ورته مو متوجه کړل، امیدواره یم چې په خوست کې به د یو شفاف، ازاد او د یو ښه انتخاباتو په درشل کې به موږ دغه وخت تېر کړو."
د یادونې وړ ده په افغانستان کې راتلونکیو ولسمشری ټولټاکنو ته یوولسو تنو ځانونه کاندید کړي دي او ټاکل شوې نوموړې ټولټاکنې د راتلونکې ۱۳۹۳ یم لمریز کال د حمل په ۱۶ مه نیټه ترسره شي.