د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

یو شمېرافغان میرمنې له کاندیدانو څخه د ټینګو ژمنو غوښتونکي شول


یو شمېر افغانې ښځې د جمهوري ریاست د را روانو انتخاباتو له کاندیدانو څخه غواړي څو د ښځو د حقونو او د هېواد امینت د ټینګښت په برخه کې ټینګې ژمنې وکړي.

د ښځو او انتخاباتو په نوم د ملي کنفرانس په دوهمه ورځ لسګونو ښځو د جمهوري ریاست له کاندیدانو څخه وغوښتل، چې د بریالیتوپ په صورت کې خپل کاري پروګرامونه عملي کړي.

د افغانستان له څلور دیرشو ولایتونو څخه د ښځو استازي په کابل کې را ټولې شوي وې، څو په ولایتونو کې د را روانو انتخاباتو پرمهال شته ستونزو او خنډونو ته د حل لار پیدا کړي.

دا دوه ورځنۍ غونډه د سولې لپاره د برابرۍ او دیموکراسۍ د سازمان له خوا په کابل کې جوړه شوی وه.

د دې غونډې په دوهمه ورځ د جمهوری ریاست یو شمېر کاندیدانو هم ګډون کړی وو، د غونډې ګډونوالو ویل، چې را روان انتخابات باید په شفاف ډول ترسره شي.

د دې سارمان یوې غړې هوسې وردک ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان ښځې کوښښ کوي، څو دولس کلنې لاسته راوړنې یې خوندي پاتي شي:

"له ۳۴ ولایتونو څخه افغان ښځې را ټولې شوې وې، څو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له چارواکو، د ښځو د حقونو له فعالانو او له کاندیدانو سره عمومي بحث وکړي، خو تر کومه ځایه چې موږ د جمهوري ریاست د کاندیدانو په اړه مطالعه وکړه ښې ژمنې ورکړي، خو له بدمرغه موږ د دوي د پلانونو پر مهال نه وو، چې خپل پروګرامونه څنګه عملي کوي."

له بېلابېلو ولایتونو څخه لسګونه ښځې د دې لپاره په دې غونډې کې د ګډون په هدف کابل ته راغلې وې څو د را روانو انتخاباتو کاندیدان په ولایتونو کې هم د دوي ستونزې په پام کې ونیسي.

د دې غونډې دوو تنو ګډونوالو ښځو محبوبې سعادت او ذکېې کارګر په دې اړه خپل نظر داسې بیان کړ:

"موږ به هغو کسانو ته رایه وکاروو، چې د ښځو د حقونو او سیاسي مشارکت لپاره پروګرامونه ولري.

ځینو کاندیدانو، خو په خپلو انتخاباتي مبارزو کې د ښځو لپاره پروګرامونه تشریح کړل خو هیله ده چې په عمل کې هم داسې وي."


د ښځو او انتخاباتو د ملي کنفرانس ګډونوالو ښځو یو پریکړلیک هم صادرکړ په کې ویل شوي وو، په ولایتونو د رایي ورکولو مرکزونه باید زیات شي او ښځو ته د رایي ورکولو لازم فرصتونه په نظر کې ونیول شي.

د ښځو له خوا دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو کاندیدانو په تیرو څلور ورځو کې چې انتخاباتي مبارزې یې کړي خلکو ته په بېلابېلو برخو کې ژمنې ورکړي، خو یو شمېر خلک په تیره ښځې وایي، چې ښایي دا ژمنې په راتلوونکې کې لکه څنګه چې ښایي هسې عملي نه شي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG