د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

انتخاباتو کمیسیون د کمپاینونو پرمهال له ځنیو انتخاباتي سرغړونو اندیښمن دی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د کاندیدانو د کمپاینونو پرمهال له ځنیو انتخاباتي سرغړونو اندیښنه څرګندوي.

د دې کمیسیون ویاند د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې یو شمېر کاندیدان د خپلو انتخاباتي مبارزو پر مهال له دولتي امکاناتو نه ګټه اخلي.

له بلې خوا فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ هم د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال ځیني سرغړونې تاییدوي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي، چې که د جمهوري ریاست د انتخاباتو کاندیدان د کمپاینونو پر مهال سرغړونې وکړي د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته به یي معرفي کړي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور د چهارشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، چې یو شمېرکاندیدان له کابل ښاروالۍ سره له هماهنګۍ پرته په خپله خوښه تبلیغاتي پاڼې د ښار په بېلابېلو برخو کې لګولي دي.

نوموړي زیاته کړه، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له دې وړاندې له کاندیدانو غوښتي و، چې انتخاباتي اصول مراعت کړي.

د انتخاباتوخپلواک کمیسیون کاندیدانو ته سپارښتنه کړې چې باید له دولتي امکاناتو ګټه وانه خلي، د پوسټرونو او تصویرونو په لګولو کې اصول مراعات کړي او په انتخاباتي کمپاین کې له لسو میلیونو افغانیو ډیرې ونه لګوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کمپاینونه د یکشنبې له ورځې پیل شول، چې دوه میاشتې به دوام وکړي.

په عین حال کې فیفا یا په افغانستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ هم اندیښنه څرګندوي، چې یو شمېر کاندیدان د خپلو کمپاینونو پر مهال له دولتي امکاناتو ګټه اخلي.د دي بنسټ ویاند فهیم نعیمي ازادۍ راډيو ته وویل، داسې اندیښنې شته چې ممکن په ولایتونو کې یو شمېر دولتي چارواکي له مشخصو کاندیدانو نه ملاتړ وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې یوولسو تنو ځانونه کاندید کړي چې له څلور ورځو راهیسې یې انتخاباتي مبارزې پیل شوي.

تردې مخکې افغان ولسمشرحامد کرزي هم په ټينګار سره ویلي و، چې اجازه به ورنه کړي چې کوم دولتي چارواکي د ځینو کاندیدانو لپاره له دولتي امکاناتونه ګټه پورته کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG