د افغانستان د فکر او عمل جرګې د جمهوري ریاست په را روانو انتخاباتو کې له کاندید اشرف غني احمدزي نه ملاتړ اعلان کړ.
په دې اړه د چهارشنبې په ورځ جوړې شوې غونډه کې د جرګې مشر ډاکټرعلي احمد جلالي وویل، د دوي لپاره اشرف غني احمدزی د جمهوري ریاست وړ کاندید دی.
اشرف غني احمدزی له ده سره د فکر او عمل د جرګې د ملاتړ هرکلی وکړ او ویي ویل، دې ملاتړ د بریا لاره ورته لنډه کړه.
د افغانستان د کورنیو چارو د پخوا وزیر علي احمد جلالي په مشرۍ د فکر او عمل جرګې، د جمهوري ریاست د کاندید، اشرف غني احمدزي کاري پلانونه وستایل او له هغه نه یې ملاتړ وکړ.
په دې مناسبت د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په جوړې شوې غونډې کې د فکر او عمل د جرګې ګڼو پلویانو ګډون کړی وو.
علي احمد جلالي غونډې ته په وینا کې وویل، د اشرف غني احمدزي راتلوونکي کاري پروګرامونه یي په دقت مطالعه کړي او هغه څه یي په کې موندلي چې؛ پلي کېدل یي د هېواد پرمختګ، ملي یووالي او اقتصادي وده تضمینوي:
"وروسته له دې به بل حکومت مجبور وي چې په لږو امکاناتو ستر کارونه ترسره او دروند پیټی به په اوږو وړي.
دا هغه څه دي چې د فکر او عمل جرګه یي د اشرف غني په پروګرام، سیاسي او مسلکي ملګرو او د ده په ازمویل شوې رهبرۍ کې ویني."
د فکر او عمل د جرګې د مسئولینو د معلوماتو له مخې، دې جرګې له شاوخوا یوه کال راهیسي د یوې خپلواکې مدني ارګان په توګه فعالیت پیل کړی چې د هېواد یو شمېر دیني عالمان، روشنفکران، ځیني سیاستوال او د ځینو قومونو مشران یي غړي دي.
په غونډه کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید اشرف غني احمدزي وویل، د فکر او عمل د جرګې ملاتړ د ده د بریا لپاره ډیر مهم دی:
"زموږ لومړی ظرفیت دا دی چې؛ د ښوونځي، جومات، ارګ او محراب ترمنځ تضاد له منځه یوسو.
زموږ د علماو د مادي او معنوي عزت ساتل زموږ ستره دنده ده او دا جرګه به ماته نور جراات هم راکړي چې پرمخ ولاړ شم."
د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې د دلوې په دیارلسمه پیل شوې چې؛ د راتلونکي لمریزکال د حمل تر دیارلسمې به دوام وکړي.
څیړونکي وایي، داسې اټکل کېږي چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې به یو شمېر نور سیاسي ګوندونه او کړۍ هم د خپلې خوښې له کاندیدانونه، نه ملاتړ څرګند کړي.
راپور: خان محمد "سیند"