د لغمان امنیه قومندان جنرال محمد داود امين وايي، داسې اطلاعات يې تر لاسه کړي، چې د پاکستان استازي راځي او په لغمان کې له وسله والو سره ملاقاتونه کوي او جدي هڅې يي پیل کړي، چې دلته انتخابات ګډوډ کړي.
نوموړي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وکړې:
"زموږ ګاونډي هېوادونو جدي مداخلې کوي، داسې اطلاعات موږ ته رسیدلي، چې د پاکستانه استازي راځي او دلته له وسله والو سره ګوري دوي ډیرې جدي هڅې پيل کړي، چې دلته انتخابات ګډوډ کړي"
دی وايي، که څه هم لغمان له ډیورنډ کرښې سره پوله نه لري، ولې د ننګرهار او نورستان له لارې دې ولایت ته د وسله والو د راتګ ګواښ ډير جدي دی.
بل خوا د لغمان د انتخاباتو دفتر مشر نعمت الله ساپۍ وايي، په تېرو ټاکنو کې په لغمان کې په ۱۲۸ مرکزونو کې ټاکنې شوې وې، ولې د ولسونونو د غوښتنو پر اساس دوي اوس تصمیم ونیو، چې راتلونکو انتخاباتو لپاره د دې مرکزونو شمېر ۱۳۶ ته لوړ کړ.
نعمت الله ساپۍ وايي، هغه معلومات، چې د امنيتي ارګانونو له خوا ورسره شریک شوي، په دې ولایت کې شپږ ویشت مرکزونه له امنيتي ګواښ سره مخ دي:
"موږ امنيتي ارګانونو ته د ټاکنیزو مرکزونو لست وسپاره، دوي سره دوامداره غونډې لرو، خو دوي چې کوم معلومات موږ سره شریک کړي، شپږ ویشت مرکزونه له امنيتي ګواښ سره مخ دي"
نوموړی وايي، امنيتي ځواکونو ورته ډاډ ورکړی، چې تر انتخاباتو پورې به هغه ناامنه سیمې هم له وسله والو پاکې کړي، چې اوس ورته امنيتي ګواښونه موجود دي.
خو د لغمان امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، ځينې مرکزونه، چې د امنیت له پلوه له ډير جدي ګواښ سره مخ دي د هغو د حذف کیدو غوښتنه يې کړې، چې د انتخاباتو مرکز هم ورسره دا وړاندیز منلی دی.
لغمان ـ شاه محمود شینواری