د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

یو شمېر ښځې: د کمپاینونو په مرکزونو کې د ښځو حضور کم دی


په داسې حال کې چې د افغانستان د راتلونکو ولسمشرۍ انتخاباتو د کاندیدانو د کمپاینونو له رسمي پیلیدو درې ورځې تیریږي، خو ویل کیږي چې ښځې د نارینه وو په نسبت د کمپاینونو مرکزونو ته کمې ځي.

په کابل کې زموږ همکاره حمیده هارون عثمان د څو کاندیدانو د کمپاین مرکزونو ته تللې او له ښځو سره یې مرکې کړي او دغه لاندې راپور یې چمتو کړی دی.

یو شمیر ښځې وایي، چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د کاندیدانو د کمپاینونو په مرکزونو کې د ښځو حضور لږ تر سترګو کیږي.

په کابل ښارکې د یوه کاندید د انتخاباتي کمپاین مرکز ته ولاړو د نوي ښار په ساحه کې دغه مرکز کې د نارینه وو، د کتار په وروستۍ برخه کې د شل، دیرش نارینه وو تر شا پنځه کسه نجونې ولاړې وې ترڅو د انتخاباتي کمپاین مرکز ته وردننه شي.

جمیله عصمت زاده هم په دې ډله کې ولاړه وه، هغه وایي چې باید د افغانستان په راتلونکې سیاسي بهیرکې ښځې هم د نارینه و په څیر پراخه برخه واخلي:

"هوکې، هو باید ښځې حتمآ برخه واخلي ځکه د ښاغلي کرزي په تیرو دورو کې مو ولیدل چې ښځو یوازې په سمبولیک ډول په قدرت کې حضور درلود زه غواړم وروسته تر دې ډیرې فعالې وي څو له خپلو حقونو دفاع وکړي او څوک يي په سمبولیک او نمایشي ډول نه بلکې د استعداد او لیاقت له مخې ونیسي."

خو د حق او عدالت د ګوند مرستیاله او د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د یوه کاندید د رسنیو د دفتر مسووله ازیتا رفعت وایي، چې په کابل ښار کې د هر کاندید د کمپاین په مرکزي دفتر کې د ښځو کمیټي فعالیت کوي، چې په ولایتي سطحه هم ښځې په دغو مرکزونو کې د کاندیدانو د کمپاین چارې ترسره کوي.

خو د دې په خبره په ولایتونو کې ډیرې دغه ښځې نالوستې او د سیمو په کچه با نفوذه میرمنې ګڼل کیږي.

ازیتا رفعت په دې باورده، چې د انتخاباتو د کمپاینونو په دفترونو کې د ښځو او نارینه وو، د جنسیتي توپیر د له منځه وړلو هڅې شوي ځکه د دې په خبره دواړه د کمپاین او رایي ورکولو یو ډول حق لري.

که څه هم اوس مهال افغان میرمنې ځانونه د ټولنې نیمایې برخه ګڼې، خو د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په دې باورده، چې په انتخاباتي کمپاینونو کې امنیت او یواځینې نورې مسالې ښځو ته ستر ګواښ دی.

له نورو سربیره اوس مهال په افغانستان کې په کورنیو کې د نارینه وو واکمني د ښځو د سواد د سطحې ټیټوالی، د ښځو اقتصادي کمزوري او امنیت د هغو ستونزو یوه برخه ده، چې په انتخاباتي کمپاینونو کې د ښځو ستونزې ګڼل کیږي.

دغه راز ځیني دودونه هم په دغه ډول غونډو او ناستو کې د ښځو د پراخ حضور د مخنیوي عمده لاملونه بلل کیږي.
XS
SM
MD
LG