د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

زلمی رسول: که بریالی شوم نیمه کابینه به مې ځوانان او ښځې وي


د افغانستان د جمهوري ریاست یوه بل کاندید زلمي رسول ژمنه وکړه چې؛ که انتخابات یې وګټل خپله نیمه کابینه به له ځوانانو او ښځو جوړوي.

ښاغلی رسول د خپلو انتخاباتي سیالیو په دوهم ورځ کابل کې خلکو ته وویل، هرهغه څوک چې د افغانستان ملي امنیت له ګواښ سره مخ کوي له هغه سره به قانوني چلند وکړي.

له خلکو سره د جمهوري ریاست د کاندیدانو د ژمنو په لړکې زلمي رسول د خپل انتخاباتي کمپاین په غونډه کې وویل، چې د ښځو او ځوانانو حقونو ته به خاصه پاملرنه وکړي.

ښاغلي رسول د دوشنبې په ورځ د خپلو پلویانو غونډې ته په وینا کې وویل، که ولسمشر شي نو د کابنیې نیمايي غړي به یې ښځې او ځوانان وي:

"ستاسې په حضور کې موږ ژمنه کوو چې یو ځوان حکومت به رامنځ ته کړو، ما تردې مخکې هم ژمنه کړې چې حد یقل به زما د کابیني پنځوس فیصده ځوانان او ښځې تشکیلوي."

ښاغلي رسول د بیان ازادي، سیاسي ګوندو پراختیا، له فساد سره مبارزه او یو شمېرنورمسایلو څخه ملاتړ څرګند کړ.

هغه وویل، له هغو کسانو سره به جدي چلند وکړي چې بې ګناه خلک وژني او ملي امنیت ته خطر پیښوي.

زلمی رسول په تیرو شاوخوا دولسو کلونو کې د ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې په لوړو پوستونو کار کړی دی.

دی لومړی د هوايي چلند وزیر و، د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر سلاکار او بیا د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی دی.

احمد ضیا معسود یې لومړی او حبیبه سرابي یې دویمه مرستیاله ده.

له بلې خوا د زلمي رسول په انتخاباتي سیالۍ کې یو شمېرګډونوالو له ازادۍ را ډيو سره په خبرو کې د کاندیدانو د ژمنو په اړه بېلابېل نظرونه څرګند کړل.

د انتخاباتي سیالیو په لومړۍ ورځ د جمهوري ریاست نورو کاندیدانو ګل اغا شیرزی، هدایت امین ارسلا، قیوم کرزي، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي په کابل کې خپلو پلویانو ته خپل راتلونکي پلانونه تشریح کړل.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG