د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسون وايي، په څلور دیرشو ولایتونو کې خپل دفترونه پرانیزي.
د دې کمیسون چارواکو ازادي راډیو ته ویلي دي، چې د دې دفترونو لپاره یې کسان غوره کړي او دفترونو لپاره د ودانیو په نیولو او تجهیزولو بوخت دي.
دوی وايي، له دې کاره یې هدف پر انتخاباتي فعالیتونو د څارنې پراخول دي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې په رسمي توګه انتخاباتي مبارزي پیل شوې دي، د انتخاباتي شکایتونو کمیسون غواړي چې د افغانستان په څلور دریش ولایتونو کې خپل دفترونه پرانیزي.
د دې کمیسون چارواکي وايي، چې د ولایتونو په سطحه یې له قانون سره سم په هر ولایت کې درې، درې تنه د شکایتونو د اوریدو ادارو ته غوره کړي او لیست یې د منظورۍ لپاره ولسمشر ته استول شوی دی.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون غړي او ویاند نادر محسني په دې اړه د ازادي راډیو ته وویل:
”د انتخاباتي شکایتونو کمیسون په څلوردیرش ولایتونوکې خپل دفترونه فعالوي، د دفترنو د نیولو لپاره او تجهیز لپاره نور چمتوالي هم روان دي.
موږ هڅه کوو چې په ټول افغانستان کې خپل دفترونه فعال کړو، څو وکولی شو چې د قانون سره سم د افغانستان په ټولو ولایتونو کې انتخاباتي فعالیتونه تر څارنې لاندې راولو. “
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د انتخاباتي کمپاینونو د رسمي پیل راهیسې د انتخاباتي شکایتونو کمیسون ته تر اوسه کوم شکایت رسیدلی کنه ؟ نادر محسني وویل:
”په رسمي توګه تراوسه د شکایتونو د کمیسون سره کوم شکایت نه دی ثبت شوی، خو یو شمیر راپورونه چې د اندېښنې وړ مسلې په کې دي په شفاهي توګه مطرح شوې دي، هره کله چې دا شکایتونه په رسمي توګه له کمیسون سره ثبت شول، دا کمیسون به ورسره هماسې چې قانون حکم کوي چلن وکړي. “
په ولایتونو کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسون په داسې حال کې خپل دفترونه پرانیزي چې په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره رسمي انتخاباتي کمپاینونه د تیرې یکشنبې په ورځ پیل شوې دي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسون له خلکو غوښتي دي چې که د انتخاباتي مبارزو پر مهال د کاندیدانو له خوا د انتخاباتو له قوانینو څخه له سرغړاوي سره مخ کیږي نو په مستند ډول دې له دوی سره ثبت کړي.