د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

محسني وايي په کمپاینونو کې د لویې سرغړونې راپور نه دی وررسیدلی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمییسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې تر اوسه د انتخاباتي کمپانونو په جریات کې د کومې لویې سرغړونې راپور نه دی ور رسیدلی.

د افغانستان جمهوري ریاست انتخاباتو ته کمپاینونه تیره ورځ پیل شول چې دوه میاشتې به دوام وکړي.

خو بل خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه وايي، چې په دې کمپاینونو کې ځینې سرغړونې شوي دي.

که څه هم د انتخاباتو ځیني څارونکې ادارې په انتخاباتي کمپاینونو کې د ځینو سرغړونو په اړه شکایت کوي، د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي، تر اوسه دوی ته په دې اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کمپاینونه د یکشنبې په ورځ د کاندیدانو له خوا د بېلابېلو غونډو په نیولو او په ښار کې د پوسټرو او انځورونو په نصبولو پیل شول.

د دې کمپاینونو په دویمه ورځ د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ازادۍ راډیو ته وویل، که خلک په دې کمپاینونو کې د کومې سرغړونې په اړه شکایت وکړي دوي چمتو دي چې ویې څیړي.

د دې کمیسیون غړي او ویاند نادر محسیني وویل:

"د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پوره چمتووالۍ لري که چېرې زموږ د هېواد والو له خوا د دې پروسې په اړه کوم شکایت یې او دغه موارد مستند کړي او په رسمي شکل موږ ته وړاندې کړي نو دغه کمیسون به د قانون په رڼا کې جدي اقدام وکړي."

نوموړي له ټولو کانديدانو وغوښتل، چې د انتخاباتي مبارزو پرمهال د انتخاباتو اصل او طرز العمل ته پام وکړي.

ښاغلي محسیني وویل، که کانديدان د انتخاباتو له اصولو سرغړونه وکړي قانوني چلند ورسره کېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په کاندیدانو تل ټینګار کړی چې باید له دولتي امکاناتو ګټه وانه خلي، د پوسټرونو او تصویرونو په لګولو کې اصول مراعات کړي او په انتخاباتي کمپاین له لسو میلیونو افغانیو ډیرې ونه لګوي.

په عین حال کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي، چې د انتخاباتي کمپاینونو په لومړۍ ورځ ځیني وړې ستونزې لیدل شوې دي.

د دې کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل ازادۍ راډيو ته وویل، چې د دغو ستونزو په اړه به د کاندیدانو د کمپاین له دفترنو سره خبرې وکړي.

له بلې خوا (فیفا) یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه وايي، چې تیره ورځ د انتخاباتي کمپاين پر مهال ځینې سرغړونې شوي دي.

د دې ادارې ویاند محمد فهیم نعیمي ازادي راډيو ته وویل، چې په ځنیو مواردو کې د امنیتي پولسیو په رینجر موټرو کې د مشخصو کاندیدانو عکسونو لیدل شوې دي.

نوموړي همدا رنګه له ټولو کاندیدانو غوښتنه وکړه چې باید د یوه سالم رقابت له لارې خپل کمپاینونه پرمخ یوسي.

د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یوولسو کسانو ځانونه کاندید کړي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د حمل د میاشتې په شپاړسمه نیټه کیږي.
XS
SM
MD
LG