د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

عبدالله عبدالله د انتخاباتو پرشفافو نتایجو ټینګار وکړ


د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته کاندید ډاکټرعبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاینونو په لومړی ورځ د انتخاباتو پر شفافو نتایجو ټینګار وکړ.

نوموړي د یکشنبې به ورځ یوې غونډې ته وویل، که چېرته د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتایج د تقلب پر اساس وي، نو دی به یې و نه مني.

د ولسمشرۍ د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاینونو لومړی ورځ د ځینو کاندیدانو له خوا د راتلونکې په اړه په ژمنو، د حکومت پر پروګامونو په انتقادونو او د انتخاباتو پر رڼو نتایجو په ټينګار سره پیل شوه.

د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید ډاکټرعبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ په کابل کې د انتخاباتي کمپاینونو په اړه جوړې شوي غونډې ته وویل:

"موږ د شفافو انتخاباتو نتیجه منو او د هغو انتخاباتو نتایج نه منو چې په کې تقلب شوی وي.

د انتخاباتو او انتخاباتي شکایتونو محترمو کمیسیونونو، که چیرته تاسو په خپلو دندو کې بې پروایې وکړای او شفافیت ته زیان ورسیږي، نو ډیر غټ مسولیت به په غاړه ولري."


ښاغلي عبدالله د انتخاباتي کمپاینونو په لومړې ورځ د حکومت په کړنو باندې انتقاد وکړ او په بېلابېلو برخو کې یې ځینې طرحې وړاندې او د عملي کولو ژمنه یې و کړه.

نوموړي دغه راز په خپلو څرګندونو کې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کول ضروري وباله.

د جمهوري ریاست په تیرو انتخاباتو کې ښاغلی عبدالله د ولسمشر حامد کرزي اصلي سیال بلل کیده.

نوموړي د ولسمشر حامد کرزي د حکومت د بهرنیو چارو وزیر هم پاته شوی او تر هغه وروسته یې د حکومت د اپوزسیون، ملي ایتلاف مشري کوله.

د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې انجنیر محمد خان د نوموړي لومړی او حاجي محمد محقق یې دویم مرستیال دی.

یو شمېر کابل ښاریانو چې د ډاکټر عبدالله د انتخاباتي کمپاین په غونډه کې یې برخه لرله، د نوموړي د څرګندونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"انشاالله امید دی چې په خپلو ژمنو عمل وکړي. باید چې د افغان ملت په غوښتنه کومې ژمنې یې چې کړي، پرې عمل وکړي.

دوی له تیرو وختونو څخه یوه لویه تجربه ترلاسه کړه. که خدای غوښتي وه او په راتلونکو انتخاباتو کې کامیاب شي، نو هغه به عملي کړي."


د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته شاوخوا دوې میاشتې پاته دي.

دې انتخاباتو ته ټول یولسو کسانو ځانونه کاندید کړي دي.
XS
SM
MD
LG