د افغانستان راتلونکې ولسمشرۍ ته کاندید هدایت امین ارسلا د انتخاباتي سیالیو په لومړۍ ورځ خپل کاري پروګرام مینه والو ته تشریح کړ.
هغه په خپلو څرګندونو کې وویل، که راتلونکي انتخابات وګټي د قانون حاکمیت ، له فساد سره مبارزه ، د سولې راوستل او له نړۍ سره ښې اړیکې ټینګول به یې اساسي اهداف وي.
د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پخوانی وزیر جنرال خدا داد او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې صفیه صدیقي د ښاغلي ارسلا لومړی او دویم مرستیالان دي.
د جمهوري ریاست کاندید هدایت امین ارسلا د انتخاباتي سیالیو د پیل په لومړۍ ورځ تر ډېره په انتخاباتي مبارزه کې چې له کابله یې پیل کړه، په ښې حکومتوالۍ او د هېواد د اقتصاد پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د قانون حاکمیت،عدالت او سوکالۍ د هغه د جمهوري ریاست د کاندیدۍ شعارونه جوړوي:
"زما د حکومت تګ لاره، په راتلونکو پنځه کلنو کې، په لاندو اهدافو باندې ولاړ ده:
لومړی ښه حکومتداری، د عدالت پلي کول، د اداري فساد په وړاندې مبارزه، د اداري اصلاح، د انساني حقوق درناوی، اقتصادې ودې او موږ له نړېوالو سره د ښو اړیکو په برخه غوښتونکي یو."
ښاغلي ارسلا همدا راز زیاته کړه، که چېرې په راتلونکو انتخاباتو کې ګټونکی شي په هېواد کې به د سولې راوستل او له وسله والو مخالفانو سره سوله او خبرې اترې جدي تعقیب کړي.
ښاغلي ارسلا له دې نه وړاندې د ولسمشر حامد کرزي په کابینه کې د ارشد وزیر په صفت وظیفه ترسره کړې.
په همدې حال کې د ښاغلي ارسلا د انتخاباتي سیالیو ځیني ګډونوالو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د دې کاندید له خوا ورسره شوې ژمنې باید عملي بڼه غوره کړي.
د هدایت امین ارسلا د کمپاین دوو ګډونوالو ازادۍ راډیو ته وویل:
"۱:پروګرام یی په ښه توګه نه وه تنظیم شوی، ان ثبتي سیسټم هم ښه نه وه، څوک چې لیری وه غږ یې سم نه اوریده، نه پوهیدل چې تګ لاره یې څه وه.
۲:د دې لپاره چې، دلته زموږ ریسان دي او راغلی یو کمپین ته او د حقوق پر ځای کولو لپاره یې وعده راکړې، ووینو چې څه به کیږي."
د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو لپاره کمپاینونه د یکشنبې په ورځ پیل شول او دوه میاشتې به دوام وکړي.
د انتخاباتي سیالیو د پیل پرمهال د افغانستان دانتخاباتو خپلواک کمېسیون له ټولو کاندیدانو څخه وغوښتل چې په انتخاباتي مبارزو کې ټول وضع شوي اصول رعایت کړي.