د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید محمد شفیق ګل اغا شیرزوی وايي، که چېرې د افغانستان راتلونکی ولسمشر شي، نو تر ټولو لومړی به د سولې راوستو ته کار وکړي.
د جمهوري ریاست لپاره کمپاینونو د یکشنبې په ورځ پیل شول او هغه د خپلې انتخاباتي کمپاین پرمهال وویل، چې افغانستان ترهرڅه زیات اوس سولې ته اړتیا لري.
د سولې د پروسې پیلیدل چې افغان دولت تراوسه پرې نه دی توانیدل، هغه مسله ده چې د جمهوري ریاست اکثره کاندیدان یې په اړه ژمنې کوي.
د جمهوري ریاست یوه کاندید ګل اغا شیرزی هم د خپل انتخاباتي کمپاین په پیل کې وویل، که ولسمشر شي نو ترټولو زیات کار به سولې ته وکړي.
ښاغلی شیرزی په ۱۳۳۳ کال کې په کندهار کې زېږېدلی،خپلې لومړنۍ زده کړې یې په کندهار کې کړې او د روسانو دیرغل پرمهال یې وسله وال جهاد کې برخه اخیستې.
په افغانستان کې د نوي بدلون په راتګ سره لومړی د کندهار والي، بیا په ښاري چارو کې د ولسمشر مشاور، وروسته د فواید عامې وزیر او په دې وروستیو کې د ننګرهار والي هم پاتې شوی.
ګل اغا شیرزي له ولسمشرحامد کرزي نه مننه وکړه، چې په تیرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړي دي.
خو نوموړي له ښاغلي حامد کرزي نه وغوښتل چې له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي.
د سیاسي چارو ځینې کارپوهان وايي، دا چې د افغانستان خلکو ته سوله تر ټولو مهمه مساله ده نو دا به د اکثرو کاندیدانو د کمپاین یوه توده مسله وي.
د کابل یو شمیر ښاریان د جمهوري ریاست له کاندیدانو غواړي چې په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې له خلکو سره داسې ژمنې وکړي چې پوره کولای یې شي.
راپور: رحمت الله افغان