د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون له امنیتي ځواکونو غوښتي چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو د کمپاینونو امنیتي تدابیر زیات کړي.
دا غوښتنه په هرات ولایت کې د را روانو انتخاباتو د کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین د دوو غړو له وژل کېدو وروسته کېږي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي دا وژنې غندلې او د کورنیو چارو له وزارت څخه یې په دې اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
د ولسمشرۍ د را روانو انتخاباتو امنیت اوس د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون لپاره یوه مهمه اندېښنه شوې ده.
د دې کمیسیون ویاند نادرمحسني له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د هېواد له امنیتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو او د هغو د همکارانو ډاډمن امنیت ونیسي.
محسني له کاندیدانو هم وغوښتل چې له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ کې د خپل امنیت د ټینګولو لپاره هڅه وکړي.
ښاغلي محسني د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کاندیدانو او د هغو د کمپاین ډلو د امنیت په اړه څومره اندېښنه لري وویل:
"دا د جدي اندېښنې مسئله ده. امنیتي ارګانونه باید په دې برخه کې لازیاته پاملرنه وکړي او هڅه وکړي چې په دې برخه کې زیانونه د امکان ترحده راکم کړي. په هرحال، دوی باید له امنیتي ادارو سره پوره همغږي ولري او باید هڅه وشي چې په انتخاباتو کې له دخیلو اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې دا بهیر پرمخ ولاړ شي. انتخاباتي کمپاینونه هم باید له امنیتي ارګانونو سره په مشوره کې اقدام وکړي، څو دا ستونزې د امکان ترحده راکمې شي."
د ولسمشرۍ د کاندیدانو او د هغو د کمپاینونو د امنیت لپاره اندېښنې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین د دوو کارکوونکو له ووژل کېدو وروسته زیاتې شوې. فیض احمدهمدرد او شجاع الدین د شنبې په ماښام په هرات ولایت کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شول.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي فرانز میشل د دوی وژنې وغندلې او د افغانستان د کورنیوچارو له وزارت څخه یې وغوښتل چې په دې اړه تحقیقات وکړي. د ملي امنیت شورا په غونډه کې هم پرون په دې اړه بحث وشو. په دې غونډه کې چې ولسمشرکرزی هم حاضر و، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د دې ډول پېښو مخه ونیسي. د کورنیوچارو وزیر د ملي امنیت شورا غونډې ته وویل، د ولسمشرۍ کاندیدانو او د هغو مرستیالانو ته یې زغره وال موټر او ساتونکي ورکړي دي.
د یکشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش هم له افغان امنیتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې په زیات دقت سره د انتخاباتو امنیت ټینګ کړي.