د جمهوري ریاست کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي له ولسمشر حامد کرزي څخه مننه وکړه چې د ده په وینا د انتخاباتو په بهیر کې تر اوسه بې طرفه پاتې شوی دی.
اشرف غني احمدزي دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د انتخاباتي کمپاین په اړه جوړي شوي غونډې ته وکړې.
په انتخاباتو کې د حکومت د مداخلې په اړه د یو شمېر سیاسي کړیو او مدني ټولنو له اندیښنو سره سره، د جمهوري ریاست کاندید اشرف غني احمدزي له ولسمشر حامد کرزي څخه په دې بهیر کې د بې طرفۍ د ساتلو په خاطر مننه وکړه.
اشرف غني احمدزي د یکشنبې په ورځ چې د جمهوري ریاست د انتخاباتي کمپاینونو د پیل ورځ وه، یوې غونډې ته د وینا پرمهال په دې اړه وویل:
(زه غواړم په دې برخه کې له ولسمشرحامد کرزي څخه مننه وکړم، چې په دې انتخاباتو کې بې طرفه و او هیله ده د جمهوري ریاست مقام تر پایه خپلې بې طرفي و ساتي. د انتخاباتو شفافیت د چارواکو په بې طرفی کې ده.)
نوموړي په خپلو څرګندونو کې د افغانستان سیاسي، امنیتي او اقتصادي انتقال ته هم اشاره وکړه.
ده وویل، چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ګټلو په صورت کې به وسله وال مخالفین سیاسي خبرو ته را وبولي.
د امنیت په برخه کې یې وویل، چې د غیرمسولو وسله والو ډلو ختمول یې له کاري لومړیتوبونو څخه دي او د افغانستان د استخباراتي ځواکونو پر پیاوړي کیدو یې ټينګار وکړ.
ښاغلي احمدزي دغه راز وویل، چې افغانستان په اقتصادي برخه کې له نظریاتي فقر سره مخامخ دی.
ده وویل، که وړونکی شي نو په لومړي سره کې به د سیاسي او اقتصادي اقشارو تر منځ همغږي رامنځ ته کړي څو یو باثباته اقتصاد رامنځ ته شي.
خو د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني بیا د ډاکټر اشرف غني احمد زې د دې څرګندونو په اړه چې ولسمشر حامد کرزي یا حکومت په انتخاباتو کې خپله بې طرفي ساتلې، آزادي راډیو خپل نظر داسي څرګند کړ:
(هیڅ شک نشته په یوې داسي ټولنه کې، چې له اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او امنیتي بحرانونو سره مخامخ وي، موږ به بشپړ شفافیت و لرو. ولې لږ تر لږه باید هڅه و شي چې د انتخاباتو مشروعیت ډیر تر پوښتنې لاندي رانشي. خو دا تمه په هیڅ وجه له دولت څخه نه کیږي.)
تر دې مخکې ولسمشر حامد کرزي په وار وار ویلي چې دی او حکومت به یې په انتخاباتو کې هیڅ ډول مداخله ونه کړي.
د یادونې ده چې ډاکټر اشرف غني احمد زی لومړی ځل په دوه زره نهم میلادي کال کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندید کړ چې د رایو د شمیر له پلوه څلورم کس وو.
د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې جنرال عبدالرشید دوستم د نوموړي لومړی او سرور دانش یې دویم مرستیال دی.