د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو د کمپاین لومړۍ ورځ د یکشنبې په ورځ پیل شوه.
سره له دې چې دا ورځ په کابل ښار کې باراني وه خو پر واټونو، د سړکونو پر څنډو، ونو او د خلکو د کورونو پر دیوالونو د کاندیدانو عکسونه نصب او د نصبیدو په حال کې دي.
په ځینو واټونو او د کاندیدانو د کمپاین غونډو ته نږدې، امنیتي ځواکونه هم تر سترګو کیږي چې خلک او موتړ څاري.
ځیني خلک وایي، هغو کاندیدانو ته باید رايي ورکړل شي چې خلکو ته وفادار اوسي.
له شاوخوا پنځو کلونو وروسته کابل ښار یو ځل بیا د جمهوري ریاست د کاندیدانو د کمپاینونو کوربه دی.
که څه هم د یکشنبې په ورځ په دې ښارکې هوا باراني ده خو د ښار په واټونو، د سړکونو پر څنډو، ونو، د برښنا پر ستنو او ان د خلکو د کورونو پر دیوالونو، د کاندیدانو او د هغو د مرستیالانو لوی لوی عکسونه او شعارونه نصب او لا نصبیږي.
دغه عسکونه او پوسترونه چې ځیني یې څو څو متره سور او اوږدوالی لري، د دې ښار څیره یې بدله کړې او د پلیو او سپرو پام یې ځانته اړولی دی.
خلک وایي، هغو کاندیدانو ته باید رایه ورکړل شي چې د خلکو او هېواد پر وړاندې رښتیني اوسي.
د ښار دوو اوسیدونکو بلال احمدزي او یما ازادۍ رادیو ته وویل:
«۱- د افغانستان خلکو او ځوانانو ته باید د کار زمینې برابرې کړي، بله دا چې له شاوخوا څلویښتو کلونو راهیسې په هېواد کې ناامني ده، باید دا مسئله د کاندیدانو د پروګرام په لومړي سر کې اوسي.
۲- سوله ترهرڅه مهمه ده، سوله د هر ډول د ستونزو د حل لاره ده او باید عملي پروګرامونه ورته تنظیم شي.»
د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کمپاینونه چې د د لوې په د یارلسمې پيل شول، دوه میاشتې به دوام وکړي.
په دې ورځ د جمهوري ریاست ځینو کاندیدانو غونډې هم جوړې کړي دي.
د ښار په ځینو واټونو او د کمپاین غونډو ته نږدې، امنیتي ځواکونه هم لیدل کیږي چې، خلک او موټر څاري.
ځیني کابل ښاریان وایي، کاندیدان باید د خپلو کاري پروګرامونو په تشریح کولو کې خلکو ته غیر عملي وعدې ورنه کړي.
یو تن روح اله نومې ازادۍ رادیو ته وویل:
«دوې خلکو سره د کار او د هېواد د ترقۍ وعدې کوي، د دې لپاره چې خلک رایې ورکړي، کله چې قدرت ته ورسیږي، بیا ترې هرڅه هېروي.
وایي د منافق یوه خاصه دا ده چې په وعدو وفا نه کوي، زما له کاندیدانو هیله ده چې غیر عملي وعدې خلکو ته ورنه کړي او هغه څه ووایي چې عملي وي او عملي کولی یې شي.»
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مخکې له دې له کاندیدانو غوښتي و، چې د ښار پاکي دې په پام کې ونیسي او خپل عسکونه او شعارونه دې د کابل ښاروالۍ له خوا په ټاکلو ځایونو کې نصب کړي، خو د کمیسیون له سپارښتنو سره سره، لیدل کیږي چې د ځینو کاندیدانو عکسونه د خلکو د کورنو پر دیوالونو هم نصب شوي دي.
څرنګه چې د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو لومړۍ ورځ ده، د خلکو پر ورځنیو چارو یې تاثیر لږ ترسترګو کیږي.
راپور: خان محمد "سیند"