د ولسمشرۍ انتخاباتو کمپاينونه رسماً پيل شول، چې يوولس کسان ورته کانديدان دي. دغه کمپاينونه به دوې مياشتې دوام کوي.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون له ټولو کانديدانو وغوښتل، چې د انتخاباتي مبارزو پر مهال د انتخاباتو اصل او طرزالعمل ته پام وکړي.
ولسمشرکرزي د دغو کمپاينونو د پيل هرکلى کړى دى.
د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره د کانديدانو د انتخاباتي مبارزو له پيل سره د انتخاباتي شکايت اورېدنې کميسيون دغو کانديدانو ته خبردارى ورکړ.
د دې کميسيون وياند نادر محسني له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، که کانديدان د انتخاباتو له اصولو سرغړونه وکړي، قانوني چلند ورسره کېږي:
”له کانديدانو غواړو چې انتخاباتي اصولو، قوانينو او طرزالعملونو ته درناوى وکړي. هڅه دې نه کوي چې د انتخاباتو د فضا په ګډوډولو او له انتخاباتي اصولو په سرغړونې سره ناسالمه فضا ايجاد کړي“
ښاغلي محسني وويل، د انتخاباتي مبارزو پرمهال د انتخاباتي سرغړونو د څېړلو لپاره پوره تياري لري.
دغه مبارزې يا کمپاينونه تېره شپه دوولس بجې پيل شوې، چې ولسمشر کرزي يې هرکلى کړى دى.
د جمهوري رياست د اعلاميې پر اساس، ښاغلي کرزي هيله ښوولې چې دغه کمپاينونه به په افغانستان کې د ملي يووالي د ټينګښت سبب شي.
په کانديدانو کې څو تنه د کابينې پخواني وزيران دي. داسې اندېښنې هم شته، چې ښايي ځينې کانديدان له دولتي امکاناتو او د ځينو دولتي چارواکو له ملاتړه ګټه پورته کړي.
داود سلطانزوى، سردار محمد نعيم، عبدالرب رسول سياف، قطب الدين هلال، عبدالله عبدالله، عبدالرحيم وردګ، اشرف غني احمدزى، زلمى رسول، قيوم کرزى، ګل اغا شېرزى او هدايت امين ارسلا د جمهوري رياست کانديدان دي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو انتخابات په يوه ورځ د وري يا حمل پر شپاړسمه کېږي.